د افغانستان د کرنې وزیر د ازبکستان د کرنې له وزیر سره په کتنه کې د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

user-admin
Mon, Apr 14 2025 10:29 AM
د افغانستان د کرنې وزیر د ازبکستان د کرنې له وزیر سره په کتنه کې د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوی عطاءالله عمري ازبکستان ته  د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد د کرنې او اوبو له وزیر ابراهیم عبدالرحمن اوف سره په تاشکند ښار کې ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې، چې د اسلامي امارت د پلاوي او د ازبکستان د بېلابېلو سکتورونو د چارواکو په حضور کې ترسره شوه، دواړو لورو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا مفصلې خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د کرنې وزیر، مولوي عطاالله عمري د کرنې، مالدارۍ او نورو برخو کې د پانګونې پراخ فرصتونه ازبکستاني لوري ته تشریح کړل او ډاډ یې ورکړ چې، افغانستان به پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. 
مولوی عطاءالله عمري د ازبکستان له پخوانیو همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو او ټکنالوژۍ د شریکولو غوښتنه یې وکړه، او ټینګار یې وکړ چې افغانستان په اوسني حالت کې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالي ته جدي اړتیا لري. هغه زیاته کړه: «موږ باید په ګډه د کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره کار وکړو، څو نه یوازې د کورنیو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وشي، ترڅنګ یې د نړۍوالۍ بېوزلۍ په کمښت کې هم برخه واخلو.»
په ورته وخت کې، د ازبکستان د کرنې وزیر د افغان پلاوي هرکلی وکړ او د دواړو مسلمان ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر اهمیت یې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې هېواد یې چمتو دی، د کرنې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه، چې ازبکستان ډېرو کرنیزو توکو ته اړتیا لري، او افغانستان کولای شي د پنبې، وریجو، مېوو او سبو په تولید سره پدې برخه کې اغېزناک رول ولوبوي. نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې ازبکستان چمتو دی، اصلاح‌شوې کرنیز تخمونه افغانستان ته ورکړي، څو بزګران یې وکري، او له حاصلاتو وروسته یاد هېواد چمتو دی، چې بېرته دغه تولیدات وپېري.
د دې لیدنې پر مهال، دواړو هېوادونو ژمنه وکړه، چې د نباتي کرنتین او د حیواني روغتیا په برخو کې به د بندرونو له لارې نږدې همکاري کوي، څو ژر فاسدېدونکو محصولاتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، تر څو خپل هدف ته پر وخت ورسېږي.

دیدار وزیر زراعت افغانستان با وزیر زراعت ازبکستان و تأکید بر گسترش همکاری‌ها در بخش زراعت
۲۶ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در سفرش به کشور ازبکستان، با ابراهیم عبدالرحمن اوف وزیر زراعت و آب آن کشور در شهر تاشکند دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این دیدار که با حضور هیئتی از امارت اسلامی افغانستان و مقام‌های سکتورهای مختلف ازبکستان برگزار شد، دو طرف در مورد توسعه همکاری‌های دوجانبه در بخش‌های زراعت، آبیاری و مالداری به‌صورت مفصل بحث و تبادل نظر کردند.
 مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت افغانستان فرصت‌های گسترده سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت، مالداری و دیگر بخش‌ها را برای طرف ازبکستانی تشریح کرده و اطمینان داد که افغانستان برای سرمایه‌گذاران امکانات لازم را فراهم می‌سازد.
او ضمن قدردانی از همکاری‌های پیشین ازبکستان، خواستار تشریک تجارب و تکنولوژی میان دو کشور شد و تأکید کرد که افغانستان در شرایط فعلی نیاز جدی به افزایش تولیدات زراعتی دارد. وی افزود: «ما باید به‌گونه‌ی مشترک برای تولید محصولات زراعتی کار کنیم تا علاوه بر تأمین نیازهای داخلی، در کاهش فقر جهانی نیز سهم بگیریم.»
از سوی دیگر، وزیر زراعت ازبکستان ضمن خوش‌آمدید به هیئت افغانستان، بر اهمیت روابط میان دو کشور همسایه مسلمان تأکید کرد و گفت که کشورش آماده است در زمینه‌های مختلف زراعتی با افغانستان همکاری کند. او افزود که ازبکستان به بسیاری از اقلام زراعتی نیاز دارد و افغانستان می‌تواند با تولید محصولاتی چون پنبه، برنج، میوه‌ها و سبزی‌ها، در این بخش نقش مؤثری ایفا کند. وی همچنین اظهار داشت که ازبکستان آماده است تخم‌های بذری اصلاح‌شده را در اختیار افغانستان قرار دهد تا دهاقین کشت نمایند و پس رفع حاصل آن دوباره آن کشور آماده است تا آن را خریداری نماید.
در جریان این دیدار، دو کشور تعهد کردند که در بخش‌های مربوط به قرنطینه نباتی و صحت حیوانی در بنادر با یکدیگر همکاری نزدیک داشته باشند تا محصولات که زود فاسد می شود برا آن سهولت لازم را فراهم کنند تا به مقصد برسد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS