د کونړ پیچ درې ولسوالی کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

mail-admin
Wed, Apr 09 2025 9:52 AM
د کونړ پیچ درې ولسوالی کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول 

د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د پیچ درې په ولسوالی کې د ملګرو ملتونو په همکارۍ ۵۰ تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دي د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره هرې ګټې اخیستونکې کورنۍ  ته ۴۵ قطعې کورني چرګان، ۶۰ کیلو د چرګانو دانه، دانه خوري، ابخوري او د چرګانو ساتنې اړین توکي ورکړل شوي دي. 
دکونړ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه  برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو، ناروغیو مخنیوی د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
 ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS