د کرنې وزارت د تشکیلاتي طرحې د نهایي کولو غونډه دایره شوه

mail-admin
Mon, Apr 07 2025 10:16 AM
د کرنې وزارت د تشکیلاتي طرحې د نهایي کولو غونډه دایره شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نوې تشکیلاتي طرحې د نهایی کولو په موخه یوه غونډه د دغه وزارت د سرپرست او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د مرکزي ریاستونو رییسانو او ځینو کارکوونکو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې هغه نوې تشکیلاتي طرحه مفصله وړاندې او تشریح شوه، چې د یاد وزارت د کارکوونکو او د کارکوونکو چارو ریاست له خوا جوړه شوې وه. اړوندو مسئولینو د طرحې بېلابېلې برخې توضیح کړې او د یادې طرحې موخې، اړتیاوې او وړاندیز شوی جوړښت یې تر بحث لاندې ونیو.
مولوي صدراعظم عثماني د شوې هڅې ستاینه وکړه او د اداري جوړښت د اصلاح پر اهمیت یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې نوې طرحه باید د چارو د اسانۍ، د خدمتونو د ښه‌والي او د وزارت د کاري موثریت د لوړولو لپاره جوړه شوې وي. نوموړي زیاته کړه، چې له نهایي کېدو وروسته، دغه طرحه کولی شي د کرنې سکتور د لا ښې ودې او د خلکو  اړتیاوو ته د مؤثر ځواب لپاره زمینه برابره کړي.
د غونډې په پای کې، ځینو رییسانو او کارکوونکو اصلاحاتي وړاندیزونه مطرح کړل او پرېکړه وشوه، چې اړین بدلونونه به په طرحه کې شامل او ورپسې به یې د قانوني او اداري پړاوونو څارنه وشي.


جلسه نهایی‌سازی طرح تشکیلاتی وزارت زراعت برگزار شد
جلسه‌ای به‌منظور نهایی‌سازی طرح تشکیلاتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری و کفیل این وزارت، با حضور رؤسای مرکزی و شماری از کارمندان برگزار گردید.
در این جلسه، طرح تشکیلاتی جدید که توسط کارمندان و ریاست امور کارکنان وزارت زراعت تهیه شده بود، به‌گونه مفصل ارائه و تشریح شد. مسئولان مربوط، بخش‌های مختلف این طرح را توضیح داده و اهداف، نیازمندی‌ها و ساختار پیشنهادی آن را به بحث گرفتند.
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن قدردانی از تلاش‌های انجام‌شده، بر اهمیت اصلاح ساختار اداری تأکید کرده گفت که طرح جدید باید در راستای ساده‌سازی روندها، بهبود خدمات‌رسانی و افزایش موثریت کاری وزارت تهیه شده باشد. او افزود که پس از نهایی شدن، این طرح می‌تواند زمینه رشد بهتر سکتور زراعت و پاسخ‌گویی مؤثر به نیازمندی‌های مردم را فراهم کند.
در پایان جلسه، پیشنهادهای اصلاحی از سوی برخی از رؤسا و کارمندان مطرح شد و قرار شد تا تغییرات لازم در طرح اعمال گردد و در گام بعدی، طی مراحل قانونی و اداری آن دنبال شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS