لغمان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کړیالانو ته دعملي زده کړې زمینه برابرېږي

mail-admin
Sun, Apr 06 2025 10:58 AM
لغمان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو زده کړیالانو ته دعملي زده کړې زمینه برابرېږي

۱۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې ریاست او د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت ترمنځ زده کړیالانو ته دپرکتیک دورې په برخه کې دهمکارۍ تړون لاسلیک شو.
دهمکارۍ دغه تړون د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستارمحمد او د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت اړوند د مرکز او قرغیو ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انستېتیوتونو امرینو له لوري په داسې حال کې لاسلیک شو چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو دنظارت لوی مدیر عنایت الله فریاد، دمرکز د وترنرۍ  انستیتوت امر امرالله خاشیع، دقرغیو انستیتوت امر رایت خان راحل، اود مرکز دکثیرالرشتوي انستېتیوت تدریسي مرستیال زګی الکوزی هم شتون درلود.
د دې هوکړه لیک له مخې به د کثیرالرشتوي انستیتوت د پرکتیک دورې محصلینو ته د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست د مسلکي کارمندانو له لوري د کرنې او وترنرۍ په برخو کې عملي زده کړې ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د لغمان دکرنې ریاست هر کال د یاد انستېتیوت سربېره د لغمان پوهنتون کرنې پوهنځۍ محصلینو سره د کرنې او وترنرۍ عملي زده کړو په برخو کې همکاري کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS