د کندهار ارغستان ولسوالی کې پر سلګونو اړمنو کورنیو د لبنیاتو او تازه محصولاتو پروسس توکي ووېشل شول

user-admin
Wed, Apr 02 2025 2:57 PM
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اسلامي هوساینې (اسلامیک ریلیف) ادارې په همکارۍ ، د یوې روڼې او شفافې پروسې له لارې د کندهار د ارغستان په ولسوالی کې ۶۰۰ بیوزلو کورنیو ته د لبنیاتو او تازه محصولاتو د پروسس اړین توکي ووېشل شول.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اسلامي هوساینې (اسلامیک ریلیف) ادارې په همکارۍ ، د یوې روڼې او شفافې پروسې له لارې د کندهار د ارغستان په ولسوالی کې ۶۰۰ بیوزلو کورنیو ته د لبنیاتو او تازه محصولاتو د پروسس اړین توکي ووېشل شول.
په دغو وېشل شویو توکو کې ۱۴ قلمه اړین توکي شامل وو، چې هرې کورنۍ ته د ګاز ډبه، بخاري، شلومبو غړکه، پنځه فلزي دیګونه، د تازه مېوو جوسر، د شېدو دوه لوښې، دشېدو فلټر، د سبو د مینځلو لوښې، چړې، د سبو پرې کولو تخته، دوه کفګیرونه، قاشوقې او درې متره ټوکر ورکړل شوي دي.
د دې مرستې موخه د اړمنو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول، د لبنیاتو او سبو د پروسس له لارې د هغوی د عایداتو زیاتوالی، د خوراکي توکو د ضایع کېدو مخنیوی او د بزګرانو او مالدارانو اقتصاد ته وده ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې د تېرې اوونۍ په لړ کې د یادې ادراې له خوا ارغنداب ولسوالی کې هم ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د یوې رڼې پروسي له لاري دې ته ورته مرسته وېشل شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS