پکتیا کې یوشمېر بڼوالو ته د مڼو نوي بڼوڼه جوړېږي‎

mail-admin
Thu, Mar 27 2025 11:21 AM
پکتیا کې یوشمېر بڼوالو ته د مڼو نوي بڼوڼه جوړېږي‎

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت، د مرکز ګردیز په ګډون د زرمت او احمدابا په ولسوالیو کې د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ، چې مالي ملاتړ یې د مخدره توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر «یو، ان، او، ډی، سي» پر غاړه لري، ۲۰۵ بزګرانو ته د مڼو بڼونو جوړولو په پار اړین توکي ووېشل شول.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیر انجینر عزیزالله کریمي وویل، چې د اکشن اېډ موسسې په همکارۍ د دې ولایت د مرکز په ګډون د زرمت او احمدابا په ولسوالیو کې ۲۰۵ تنه بزګرانو ته د مڼو بڼونو جوړولو په پار د مڼو نیالګي او اړین توکي وېشل شوي دي.
همداراز ښاغلی هاشمي وویل، چې هر بزګر ته ۷۲ د مڼو نیالګي، ۲۵ کیلوګرامه لوبیا، ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او یوه اندازه د نباتاتو د ناروغیو او آفتونو درمل ورکول کېږي.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې ریاست تخنیکي ټیم له خوا دغو بزګرانو ته د بڼونو د جوړولو او اوبو لګولو اړوند ضروري معلومات هم ورکړل شول، ترڅو د نیالګیو د ښې ودې او حاصل زیاتوالي ته زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS