میدان وردګو ولایت کې د نیالګیو وېش لړۍ پیل شوه 

mail-admin
Thu, Mar 27 2025 11:12 AM
میدان وردګو ولایت کې د نیالګیو وېش لړۍ پیل شوه 

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د نیالګیو وېش لړۍ پیل شوه. د دې لړۍ په لومړۍ مرحله کې نږدې ۵زره بېلابېل نیالګي د عبدالله بن عباس رضي‌الله‌عنه مدرسې، سیداباد ښاروالۍ، دایمیرداد ولسوالۍ، د انتقالاتو لوا، د ګوربت خیریه ټولنې او ځینو نورو امارتي او عامه ادارو ته ووېشل شول.
یاده لړۍ لا هم روانه ده او د کرنې ریاست شاوخوا ۲۵زره نور نیالګي هم لري، چې په راتلونکو ورځو کې به مختلفو سیمو ته ووېشل شي.
د نیالګیو د وېش موخه د چاپېریال ښکلا، د خاورې د تخریب مخنیوی، د کاربن ډای اکسایډ جذب، د سیلابونو او شدیدو بادونو مخنیوی، د ایکوسیستم تعادل، د ځمکې لاندې د اوبو زېرمو زیاتوالی، د وحشي ژوو او الوتونکو لپاره د پناه ځایونو رامنځته کول، د اکسیجن تولید او د پاکې هوا تأمین ګڼل شوې، تر څو هېواد لا ښکلی شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS