د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په درېیم فارم سپین خوړ سیمه کې خپلسرې کرل شوې ونې ووهل شوې 

mail-admin
Thu, Mar 27 2025 11:08 AM
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په درېیم فارم سپین خوړ سیمه کې خپلسرې کرل شوې ونې ووهل شوې 

د درېیم فارم سپین خوړ سیمه کې نن د سیمې اوسېدونکو هغه ونې لرې کړې، چې خپلسرې کرل شوې وې او د اوبو مسیر ته یې تغییر ورکاوه، چې له امله یې د اوبو جریان زیانمن شوی و.
دغه غیرقانوني ونو نه یوازې د اوبو مسیر ته ستونزې جوړې کړې وې، بلکې د چاپېریال توازن ته یې هم زیان رساوه.
د درېیم فارم سپین خوړ د رسوباتو د پاکولو بهیر د درېیم فارم د امر مولوي ګل محمد مطمئن، د کرنې عمومي مدیر انجینر عتیق الله او نورو مسؤلینو له خوا وڅارل شو.
د دې اقداماتو موخه دا ده، چې د سپین خوړ د اوبو بهیر منظم شي، سیمه له موسمي سیلابونو خوندي وساتل شي، محافظوي پولې پیاوړې شي او کرنیزې ځمکې د اوبو د زیاتوالي له ګواښ څخه په امن کې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS