د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي 

mail-admin
Thu, Mar 27 2025 10:35 AM
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت پر قراردادي ځمکه ۴۵ میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي 

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د هډې فارم لومړي بلاک ۳۷مه او ۳۸مه نمره قراردادي ځمکه، د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنیزو، مالدارۍ او غېرې کرنیزو فعالیتونو لپاره ځانګړې کړې.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، یاده ۱۱۰ جریبه ځمکه یې د صادق سمیر کرنیز شرکت ته د اوږد مهال لپاره په قرارداد ورکړې، چې یاد شرکت یې د کرنې او مالدارۍ برخې کارونه بشپړ کړي او د ګټې اخېستنې لپاره چمتو شوې. دغه راز، په پاتې برخو کې چې غیرې کرنیزو فعالیتونو ته ځانګړې شوې، د سپورتي میدان، تفریحي پارک او نورو پروژو کارونه پیل شول.
په دې مناسبت جوړه شوې، غونډه کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجراییوي رئیس سید محمد نعیم محمدي، مالي او اداري رئیس محمداجان راشد، سوداګرۍ او بازارموندنې رئیس انجنیر ندي الله نیازي، املاکو سرپرست محمد نبي جان، د هډې فارم لومړي بلاک مسوول مدیر او نورو چارواکو ګډون کړی و.
د صادق سمیر کرنیز شرکت مسوولین وایي، دوی تر دې مهاله په کرنیزه او مالدارۍ برخه کې ۲۵ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او ۷۵ جریبه ځمکه یې کرنې ته اماده کړې. دغه راز، په ۳۵ جریبه نوره ځمکه کې د غیرې کرنیزو فعالیتونو لپاره شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت اټکل شوی، چې د سپورتي میدانونو او تفریحي پارکونو جوړولو کارونه پیل شوي دي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وايي، دا ځمکه پخوا شاړه، کندې لرونکې او غیرې فعاله وه، چې شاوخوا ۶ لسیزې پرې کرنه نه وه شوې. اوس هڅه کېږي چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ټولې غیرفعاله ځمکې د کرنې، بڼوالۍ او نورو تولیدي برخو لپاره وکارول شي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ځايي خلکو ته د لنډمهال او اوږدمهاله کار زمینه برابره شوې، چې د کانال امارتي شرکت عواید به هم ورسره لوړ شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS