د هلمند څېړنیز فارم کې دکرنې زده کړیالانوته د عملي زده کړې زمینه براره شوې

mail-admin
Sun, Mar 23 2025 10:59 AM
د هلمند څېړنیز فارم کې دکرنې زده کړیالانوته د عملي زده کړې زمینه براره شوې

د هلمند د کرنې ریاست اړوند څېړنیزو فارمونو کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې انسټیټوټ او دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو دیاد ریاست څېړنیزو فارمونو څخه وخت ناوخت لیدنه کوي، چې ددغو لیدنو په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوه.
ددې عملي زده کړو په ترڅ کې د فارم د بېلابېلو تجاربو، مورنیو او هستیو تخمونو د روزلو او مېوه لرونکو بڼوڼو او د ونو پيوند په اړه زده کړیالانو ته معلومات ورکول کېږي.
له دغه برنامې څخ برخمن شوي زده کړیالان د هلمند د کرنې ریاست له رهبرۍ څخه  مننه  وکړه او زیاته یې کړه، دا چې د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو لخوا ورته د کرنې په برخه کې هر اړخیز معلومات په عملي او نظري ډول ښودل کېږي، دغه چارې د زده کړیالانو په وړتیا کې د پام وړ بهبود او نوښت راولي .
دیادولو وړ ده، چې د هلمند دکرنې ریاست اړوند د بولان څېړنیز فارم د هېواد په کچه د کرنیزو عملي زدکړو لپاره ښه مرکز ګڼل کیږي، چې هر کال په بېلابېلو فصلونو کې د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځۍ او د کرنې او وټرنرۍ انستیتوت زده کړیالانو ته د یاد فارم د متخصصینو لخوا په عملي ډول زدکړي ورکولکېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS