زابل کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

mail-admin
Thu, Mar 13 2025 1:58 PM
زابل کې د نیالګیو اېښودلو کمپاین پرانیستل شو

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولاویت کې د نیالګیو اېښودو کمپاین په شاندارو مراسمو سره پیل شو. 
په دغو مراسمو کې د زابل ولایت مرستیال والي مولوی محب الله حماس، د کرنې رییس مولوی عبدالخالق حکیم الله، د کلات ښاروال الحاج قاري رحمت الله مسافر، د رسنیو استازو، بڼوالو او بزګرانو ګډون کړی و.
   د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالخالق حکیم الله  ګډونوالو ته د نوي کال لپاره د نیالګیو کمپاین په اړه ښه راغلاست ووایه او د دوی له ګډون څخه یې مننه وکړه.
مولوی عبدالخالق حکیم الله  د اسلام له نظره د کرنې اهمیت بیان کړاو د نیالګیو اېښودل یې یوه روانه صدقه یاده کړه. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د کرنې وزارت هڅه کوي په بېلابېلو ولایتونو کې ځنګلونه جوړ کړي، وده ورکړي، او خلک د نیالګیو اېښودلو ته وهڅوي. چې لپاره یې هر کال په ټول هېواد کې د نیالګیو اېښودلو ځانګړي پروګرامونه تنظیمېږي.
نوموړي پر ټولو غږ وکړ چې هر څوک باید لږ تر لږه یو نیالګی کښېنوي او ښه ساتنه یې وکړي، ترڅو د ځنګلونو جوړېدو، پاکې هوا، او د اقلیم بدلون په مخنیوي کې ګټور ثابت شي.
ورپسې  دکلات ښاروال ښاغلي مسافر وویل، چې په دې پروسه کې به ټول ښار کې ۳۲۵۰ نیالګي کښینول شي، چې په بېلابېلو برخو کې به ویشل کېږي. هغه د دې کمپاین په اړه وویل: « ددې کمپاین موخه د ښار ښکلا زیاتول او د چاپېریال لپاره ګټه رسونه ده.» د کلات ښاروال ښاغلي مسافر له ټولو ښاریانو څخه وغوښتل، چې د نوي نیالانو په ساتنه کې همکاري وکړي او د زړو نیالانو پالنه خپله مسؤلیت وګڼي.
بل خوا د زابل ولایت مرستیال والي مولوی محب الله حماس د نیالګیو د ساتنې په اړه وویل: «نیالګیو ساتنه یوازی د ښاروالۍ دنده نه ده، بلکه دا د هر وګړي مسؤلیت دی. که موږ د خپلو نیالګیو ساتنه وکړو، نو نه یوازې ښار ته ښکلا ورکوو بلکې د پاکې هوا او د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې هم مهم ګام پورته کوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په کچه «دنن نیالګی؛ د راتلونکې هوساینه» تر سرلیک لاندې د نیالګیو ملي کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې میلیونونه نیالګي کښېنول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS