د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو کلکسیون او ژمني کرنیزې عملیې بشپړې شوې

user-admin
Thu, Mar 13 2025 11:20 AM
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د مېوو کلکسیون او ژمني کرنیزې عملیې بشپړې شوې

د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي انجنیرانو له لوري د مېوو کلکسیون په موخه د یاد فارم ټولې ژمني کرنیزې عملیې بشپړې شوې، چې موخه یې د راتلونکي کال لپاره د مېوه لرونکو ونو ساتنه، وده د مېوو  د څېړنې لپاره تصمیم نیونه ده. 
د کرنیزو عملیو په لړ کې، د ځمکې قلبه او اړول، د د ناروغیو کنترول، ښاخونو متوازنې ودې په پار د انارو، انګورو او یو شمېر نورو مېوو د ونو شاخه‌برۍ، او بڼونو څخه د آفتونو او فنګسي ناروغیو د ساتني او مخنیوي لپاره د ژمني تېلو او لایم سلفر استعمال ترسره شو.
 همداراز، د انارو، شفتالو، بادام، او زردالو ننداریزو بڼونو کې د رشقې کرنه ترسره شوه، بڼونو ته کیمیاوي ډي پي (توره سره) ورکړل شوه.
سربېره پر دې، د قوریو لپاره بسترونه چمتو شوي، چې د روانې اوونۍ تر پای ته رسېدو پورې به قلمې پکې کېښودل شي. او همدارنګه د شفتالو او آلو د کلکسیون د ګل ډاټا نیونه هم پیل شوي، چې دا ګل نیونه به په منظم ډول دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې به د راتلونکي لمریز کال په جریان کې پر بېلابېلو مېوه لرونکو نباتاتو څېړنې ترسره شي، چې په یادو څېړونو کې ۱۴ ورایټۍ د بې دانو انار او ۸ ورایټۍ انځر هم شامل دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS