د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د نړۍوالو سازمانونو له استازو سره د بدیل معیشت پروژو په اړه وکتل

user-admin
Thu, Mar 13 2025 8:57 AM
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د نړۍوالو سازمانونو له استازو سره د بدیل معیشت پروژو په اړه وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالغفور په مشرۍ ې د بدیل معیشت رییس او د کرنې وزارت دکرنې د برخې د کارپوهانو په شتون کې تخنیکي غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې، د پرمختیایي ادارو اړوندو استازو له ډلې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې، له جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو ګډون درلود.
په دې غونډه کې دواړو لورو په افغانستان کې د بدیل معیشت پروژو د تطبیق بهیر، چې په تېرو درېیو کلونو کې پلی شوی، وڅېړل. د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د دوامداره معیشت د تامین په پار د یادو ادارو له هڅو مننه وکړه او د افغانستان د کرنې د پراختیا لپاره یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
همداراز، په دې غونډه کې اعلان وشو، په هغو ولایتونو کې، چې پخوا پکې کوکنار کرل کېدل، ډېر ژر د بدیل معیشت پروژې پلې کېږي، ترڅو خلکو ته تلپاتې اقتصادي فرصتونه برابر شي.

دیدار رئیس عمومی پلان وزارت زراعت با نمایندگان سازمان‌های بین‌المللی درباره پروژه‌های بدیل معیشت

جلسه تخنیکی به ریاست مولوی عبدالغفور، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور رئیس بدیل معیشت و کارشناسان بخش زراعت این وزارت برگزار شد. در این نشست، نمایندگان سازمان‌های مربوط به توسعه از جمله سازمان ملل متحد برای توسعه، دفتر مقابله با مواد مخدر و جرم، و سازمان  زراعت و غذا اشتراک داشتند.
در این جلسه، طرفین روند تطبیق پروژه‌های بدیل معیشت در افغانستان را که در سه سال گذشته اجرا شده است، بررسی کردند. رئیس عمومی پلان وزارت زراعت از تلاش‌های این سازمان‌ها در زمینه تأمین معیشت پایدار قدردانی کرد و بر ادامه همکاری‌های مشترک برای توسعه زراعت در افغانستان تأکید ورزید.
همچنین در این جلسه اعلام شد که در ولایاتی که قبلاً کوکنار کشت می‌شد، به‌زودی پروژه‌های بدیل معیشت عملی خواهد شد تا زمینه‌های پایدار اقتصادی برای مردم فراهم گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS