د کرنې وزیر د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې له غړو سره وکتل

user-admin
Sat, Mar 08 2025 9:45 AM
د کرنې وزیر د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې له غړو سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په خپل دفتر کې د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل.  
د لیدنې پر مهال، د یادې ټولنې غړو په هرات ولایت کې د پستې بڼونو د جوړولو لپاره د زرګونو جریبه ځمکې د تثبیت، کرکیلې او کرنیزو فعالیتونو ته د مناسبې ځمکې سروې او همداراز په تخار، سمنګان او بادغیس ولایتونو کې د چرګانو د فارمونو د جوړولو په اړه وزیر ته معلومات ورکړل.  
یاده ټولنه پلان لري چې په لویدیځو او شمال‌لویدیځو ولایتونو کې د پستې بڼونو او ځنګلونو د جوړولو او همداراز د هګیو د تولید په سکتور کې میلیونونه ډالر پانګونه وکړي. د یادې ټولنې غړو د کرنې له وزیر څخه وغوښتل چې د ځمکو د اجارې او د دوی د فعالیتونو د پیل په برخه کې همکاري وکړي.  
مولوي عطاءالله عمري د دوی د غوښتنو په ځواب کې ډاډ ورکړ چې حکومت به له دې پروژو ملاتړ وکړي او د یادې ټولنې د کار د پيل لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

دیدار وزیر زراعت با اعضای اتحادیه صنعتکاران افغانستان

مولوی عطاءالله‌عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، امروز در دفتر کارش با تعدادی از اعضای اتحادیه صنعتکاران افغانستان دیدار کرد. در این دیدار، اعضای اتحادیه پیرامون شناسایی هزاران جریب زمین برای احداث باغ‌های پسته در ولایت هرات و سروی زمین‌های مناسب برای کشت و زراعت و ایجاد فارم‌های مرغ در ولایت‌های تخار، سمنگان و بادغیس به وزیر زراعت معلومات ارائه کردند.
این اتحادیه قصد دارد میلیون‌ها دالر را برای احداث باغ‌های پسته و جنگلات در ولایت‌های غربی و شمال‌غربی افغانستان و همچنین سرمایه‌گذاری در سکتور تخم‌های نطفه‌دار مرغ در کشور اختصاص دهد. اعضای اتحادیه در این دیدار از وزیر زراعت خواستند تا در زمینه اجاره زمین و همکاری با آن‌ها برای آغاز فعالیت‌هایشان حمایت کند.
مولوی عطاءالله‌عمری در پاسخ به درخواست‌ها، اطمینان داد که حکومت از این پروژه‌ها حمایت خواهد کرد و تمام سهولت‌ها را برای شروع کار اتحادیه فراهم خواهد نمود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS