ننګرهار کې د څارویو واکسینونو د تطبیق له چارو څارنه ترسره شوه

mail-admin
Tue, Mar 04 2025 1:48 PM
ننګرهار کې د څارویو واکسینونو د تطبیق له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  په همکارۍ د غواګانو او مېښو د پوستکي د دانو   ناروغۍ پروړاندې د واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې، چې په ۱۳ ولسوالیو کې به ۱۰۰ زره څارویو ته واکسینونه تطبیق شي.
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په لار ښوونه دمالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا آمریت کارکوونکو  په مهمند درې او شینوارو ولسوالېو کې د د څارویو د لمپي سکین ناروغۍ مخنیوي واکسینونو د تطبیق څخه څارنه تر سره کړه او په یادو ولسوالیو کې مالدارانو ته د واکسینونو پر ارزښت، واکسینونو ښه تطبیق او یخ ساتني په هکله معلومات وړاندې کړل او هم یي د وترنري ساحوي کلینیکو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز یاد واکسینونه به د ننګرهار په ۱۳ ولسوالېو سره رو، شېرزاد، نازیان، بټي کوټ، رودات،  اچین،دوربابا، هسکه مېنه مهمندره،کامه، بهسود، خوږیاڼي او شینوارو کې تطبیق شي.
د یادو واکسینونو د تطیق موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، دصحي لبنیاتو او غوښو تولید زیاتوالی دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS