دنیازي قوم مشرانو دخپلو دستونزو دحل په موخه دلغمان د کرنې رییس سره وکتل

mail-admin
Sat, Mar 01 2025 8:35 AM
دنیازي قوم مشرانو دخپلو دستونزو دحل په موخه دلغمان د کرنې رییس سره وکتل

 د لغمان ولایت دنیازي قوم مشرانو  خپلې ستونزې د دې ولایت دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد سره شریکې کړې.
 راغلو قومي مشرانو د لغمان دکرنې رییس څخه مننه وکړه، چې د ولسونو ستونزې مخامخ اوري او رسېدنه ورته کوي. دغومشرانو وویل، چې دګمبې سیمه کې د حضرت اووه نیازیو په نوم یوه لویه هدیره شتون لري او په دغه هدیره کې د یادې قریې ولسونو خپل مړي دفن کړي او دسیلاب له خطر سره مخامخ ده، غواړو چې ګرد چارپیره ترې یو جر وباسو، او د باران او سیلاب له خطر څخه وساتل شي او مطبوع عرض پاڼه یې په دې هکله شریکه کړه.
په ورته مهال دلغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستارمحمدراغلو مشرانو ته د ښه  راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې دریاست د روازې د لغمان ټولو ولسونو پرمخ خلاصي دي او په وخت سره به د ولسونو ستونزو ته رسېدنه کېږي. ښاغلي محمد د نیازي قوم مشرانو عرض پاڼه چې د ولایت محترم مقام له لوري دغه ریاست ته راجع شوې وه د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي سکرتریت ته د اصولي اجرااتو په موخه راجع کړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS