پنځو راتلونکو کلونو کې چین ته ۶۲ زره ټنه جلغوزې صادریږي

content_admin
Mon, Nov 25 2019 3:07 PM
پنځو راتلونکو کلونو کې چین ته ۶۲ زره ټنه جلغوزې صادریږي


۴ لیندۍ ۱۳۹۸
د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د عمومي ریاست د تخنیکي معاونیت په همغږي د افغانستان د کورنیو شرکتونو او چینایي شرکتونو ترمنځ چین ته د افغانستان د ۶۲ زره ټنه جلوزیو د صادرات تړون، تېره پنج شنبې په بیجینګ کې د افغانستان په سفارت کې لاسلیک شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، چې د دوشنې په ورځ په یو ګډ کنفرانس کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ددې تړون په هکله جزییات ورکول وویل: د ۶۲ زره ټنه جلغوزې ټولیز ارزښت چې ټاکل شوې د پنځو کلونو په ترڅ کې چین ته صادر شي ۲.۲ میلیونه امریکایي ډالر اټکل شوې ده.
هغه دغه راز زیاته کړه، چې د کورنیو او چینایي شرکتونو ترمنځ له افغانستان څخه د پستې، بادامو او چهارمغزو د صادراتو تړون هم لاسلیک شوی دی، چې ټولیز ارزښت یې نږدې نهه میلیونه ډالر ده.
غفوري ټینګار وکړ چې دکرنې وزارت چینایي شرکتونو لپاره د جلغوزیو د محصولاتو د راټولولو د خوندیتوب اړین توکي برابروي.
د تړون پر بنسټ؛ له هر ولایت څخه د حیرتان تر بندره د جلغوزې د لېږد مسوولیت د افغانستان پر غاړه ده او له حیرتان هاخوا تر ټاکل شوې موخې ټول مسوولیت د چینایي شرکتونو مسولیت دی. ټاکل شوي، چې له افغانستان څخه چین ته د ۶۲ زره ټنه جلغوزیو د لېږد لړۍ په پنځو کلونوکې له حیرتان بندر څخه د اورګاډي له لارې تر سره شي.
د هېواد درېل پټلۍ د ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي ډاډ ورکړ چې د مزار-حیرتان د رېل پټلۍ په اسټیشنونو کې د جلغوزیو د جوپو د لېږد په پار کافي امکانات شته.
صدیقي وویل، چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه د حیرتان له بندر څخه چین او منځنۍ اسیاته ۲.۷ میلیون ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د نوي قراردادونو په لاسلیک سره ټاکل شوې، چې د جلغوزې، پستې او بادامو د صادراتو په برخه کې او د صادراتو په پیل سره به له چین سره د افغانستان د صادراتو په بیلانس کې اړین بدلون رامنځته شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS