د کندهار پنجوایي کې سلګونو کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Sun, Feb 23 2025 1:54 PM
د کندهار پنجوایي کې سلګونو کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،آې،او» په مالي او د کندهار کډوالو مؤسسې (کې. آر. او) په تخنیکي همکارۍ، د پنجوایې ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر مستقیمې څارنې لاندې، د یادې ولسوالۍ ۹۰۰ بې‌وزلو کورنیو ته د څارویو متراکمه خوراکه، د ځمکې کرلو لپاره د شوتلو تخم، د څارویو د چنجیو ناروغۍ د مخنیوي درمل، او زرګونه افغانۍ نغدې مرسته وېشل کېږي.
د یادې ولسوالی چارواکي وایي، چې د دې مرستې تر وېشلو وړاندې، د رڼۍ پروسې له لارې نوم لیکنه ترسره شوې وه، چې اوس مهال، هر مستحق کس ته ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو متراکمه خواړه، ۳ کیلوګرامه د شوتلو تخم، د چنجیو ضد درمل، او ۵ زره ۸۰۰ افغانۍ تغدې مرسته ورکول کېږي. سربېره پر دې، د څارویو د خوراکي توکو د کارولو او د شوتلو د کرنې مناسبې طریقې په اړه نظري روزنه هم ورکول کېږي، ترڅو بزګران د کرنې په برخه کې لا ډېر مهارت ترلاسه کړي.
د دې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو د مالدارۍ خوندیتوب، د کرنیزو او غذایي سرچینو ملاتړ، د هغوی د اقتصادي وضعیت ښه کول، د کرنې په برخه کې د مهارتونو لوړول او همداراز د بېوزلو بزګرانو ته اړینې مرستي او چوپړتیاوي برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې بې‌وزلو کسانو ته اړینې مرستې برابرې کړې، ترڅو کرنه وده، وکړي او د بزګرانو اقتصادي حالت ښه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS