د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سرپل ولایت ته سفر وکړ

user-admin
Thu, Feb 20 2025 11:51 AM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سرپل ولایت ته سفر وکړ


۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سرپل له والي مولوي محمد ظریف مظفر، د سرپل د کرنې له رییس قاري عبدالغني شریفي، د جوزجان د کرنې له رییس، د فاریاب د ځینو سیمه‌ییزو مسئولینو او د سیمې له مشرانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د خلکو پر ستونزو، په ځانګړي ډول د غصب شويو ځمکو د تصفیې او مخنیوي، د اوبو د سرچینو مدیریت او د کرنې او مالدارۍ له ستونزو بحث وشو. د کرنې وزیر ټینګار وکړ، چې د سیمه‌ییزو ادارو او مشرانو همکاري کولی شي د کرنې خدمتونو د ښه والي لامل شي.
مولوي عطاالله عمري د قوش‌تپې کانال د وضعیت د ارزونې لپاره د شمالي ولایتونو سفر پیل کړی، چې تر دې وړاندې یې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو لیدنه هم کړې وه. هغه وویل، چې حکومت هڅه کوي د دغو سیمو د کرنیزو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت سرپل 
۲ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در سفر به ولایت سرپل با مولوی محمد ظریف مظفر والی سرپل، قاری عبدالغنی شریفی رئیس زراعت سرپل، رئیس زراعت جوزجان، شماری از مسئولان محلی فاریاب و بزرگان منطقه دیدار کرد.
در این نشست، روی مشکلات مردم، از جمله تصفیه و  جلوگیری از عضب زمین، مدیریت منابع آب و چالش‌های زراعتی و مالداری بحث شد. وزیر زراعت تأکید کرد که همکاری میان نهادهای محلی و بزرگان محلی می‌تواند به بهبود خدمات زراعتی کمک کند.
وزیر زراعت به منظور بررسی وضعیت کانال قوش‌تپه  به ولایت‌های شمال کشور سفر کرده که پیش از این از ولایت های بلخ، جوزجان و فاریاب که در مسیر کانال قوش تپه قرار دارند نیر بازدید به عمل آورده و از تلاش‌های حکومت برای رفع مشکلات زراعتی در آن  مناطق خبر داد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS