د کرنې وزیر د جوزجان له امنیه قومندان سره وکتل 

mail-admin
Thu, Feb 20 2025 10:27 AM
د کرنې وزیر د جوزجان له امنیه قومندان سره وکتل 

۲ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت له امنیه قومندان مولوي عبدالولي اتقاني سره وکتل. نوموړي د جوزجان نوي امنیه قومندان ته د نوي مسوولیت مبارکي وویله او ملت او اسلامي نظام ته یې د خدمت په لاره کې ورته د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.  
د کرنې وزیر د هېواد په اقتصاد کې د کرنې او مالدارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان ډېری خلکو اقتصاد له دې دوو برخو سره تړلی دی. هغه زیاته کړه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل لپاره مؤثر پلانونه طرحه کړي او د عملي کولو په حال کې دي.  
همداراز، نوموړي د امنیتي ځواکونو همکاري له ولایتي کرنیزو ریاستونو سره مهمه وبلله او د قوش‌تپې کانال د امنیت ټینګښت برخه کې یې د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې.   
په دې لیدنه کې، د جوزجان امنیه قومندان مولوي عبدالولي اتقاني د ولایت د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ او ډاډ یې ورکړ، چې د جوزجان کشفي او امنیتي ځواکونه به د کرنې وزارت د پلانونو د تطبیق لپاره له کرنیز ریاست سره پوره همغږي او همکاري ولري.

دیدار وزیر زراعت با قوماندان امنیه جوزجان
۲ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری طی یک سفر رسمی به شهر شبرغان، مرکز ولایت جوزجان، با مولوی عبدالولی اتقانی، قوماندان امنیه این ولایت دیدار کرد. در این دیدار، مسئولیت جدید قوماندان امنیه جوزجان را به او تبریک گفته و برایش توفیقات بیشتر در راستای خدمت به ملت و نظام اسلامی آرزو نمود.
وزیر زراعت بر اهمیت زراعت و مالداری در اقتصاد افغانستان تأکید کرده، گفت که اکثریت مردم این کشور به این دو بخش وابسته‌اند. او افزود که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پلان‌های مؤثری را برای حل مشکلات دهاقین و مالداران طرح کرده و در حال اجرای آن است.
وی همچنین همکاری نیروهای امنیتی با ریاست‌های زراعت در ولایات و موضوع تأمین امنیت کانال قوش‌تپه را برجسته دانسته و از تلاش‌های آن‌ها در راستای تطبیق برنامه‌های زراعتی ابراز رضایت کرد.
در این دیدار، مولوی عبدالولی اتقانی قوماندان امنیه جوزجان ضمن ارائه گزارشی از فعالیت‌ها و دستاوردهای نیروهای امنیتی این ولایت، اطمینان داد که نیروهای کشفی و امنیتی جوزجان برای تحقق و تطبیق پلان‌های وزارت زراعت با ریاست زراعت همکاری و هماهنگی کامل دارند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS