د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رئیس سره وکتل

mail-admin
Sat, Feb 15 2025 11:44 AM
د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رئیس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له رئیس ریچارد ترانچارد سره په خپل  دفتر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.  
په دې لیدنه کې د کرنیزو، مالدارۍ او اوبو لګولو دوامداره پروژو د پیل، د سړو خونو، د لبنیاتو د پروسس فابریکو، مسلخونو، د اوبو لګولو شبکو او د مالدارۍ فارمونو د جوړولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شوه.  
ریچارد ترانچارد د لیدنې په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د نړیوالو هېوادونو او ادارو له لوري د افغان ولس د ملاتړ پر ژمنو یې خبرې وکړې. نوموړي همداراز د برېتانیا حکومت له لوري د ۴۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان ته اشاره وکړه.  
مولوي عطاءالله عمري د یاد سازمان له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو عملي کول د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د بزګرانو او مالدارانو د ژوند د پرمختګ لپاره مهم ګام دی.  
د یادولو وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د افغانستان د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ یوه مهمه اداره ده، چې هر کال زرګونو کسانو ته مرستې برابروي.

دیدار وزیر زراعت با رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با ریچارد ترانچارد رئیس سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در دفتر کارش دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، درباره راه‌اندازی پروژه‌های پایدار در بخش‌های زراعت، مالداری، آبیاری، ایجاد سردخانه‌ها، فابریکه‌های پروسس لبنیات، مسلخ، اعمار شبکه‌های آبیاری و فارم‌های مالداری بحث و تبادل‌نظر صورت گرفت.
ریچارد ترانچارد در ابتدای این دیدار، گزارشی از فعالیت‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان ارائه کرد و از تعهد کشورها و نهادهای بین‌المللی برای حمایت از مردم افغانستان سخن گفت. وی همچنین به اعلام کمک ۴۵ میلیون دالر از سوی دولت انگلستان اشاره کرد.
مولوی عطاءالله عمری ضمن قدردانی از تلاش‌های این سازمان، تاکید کرد که عملی‌سازی پروژه‌های بنیادی و انکشافی در بخش‌های مختلف زراعتی و مالداری می‌تواند راهی موثر برای بهبود وضعیت اقتصادی مردم و زندگی دهقانان و مالداران باشد.
گفتنی است که سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، یکی از نهادهای مهم در حمایت از مالداران و دهقانان افغانستان بوده و سالانه هزاران تن را تحت پوشش کمک‌های خود قرار می‌دهد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS