د تصفيې او د مالکیت د حق تثبيت رییس معرفي شو

mail-admin
Thu, Feb 13 2025 10:31 AM
د تصفيې او د مالکیت د حق تثبيت رییس معرفي شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وړانديز او د افغانستان اسلامي امارت رياست الوزراء د حکم په اساس د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست په دوم بست کې ښاغلی مولوي نياز محمد رهبر د تصفيې او د مالکیت د حق تثبيت د رییس په توګه معرفي شو.
په دې اړه مراسم، چې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست په عمومي تالار کې جوړه شوې وه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم»، د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم او د اراضۍ لوی ریاست د مختلفو څانګو رییسان او کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال نوي ګمارل شوي رییس ته مبارکي وويله او نومړي ته په خپلو چارو کې د برياليتوب غوښتنه وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د اراضۍ لوی رياست له ټولو مسؤلينو او کارکوونکو څخه وغوښتل، چې نوي ګمارل شوي رییس سره په پوره توګه همکاري وکړي.
ورپسې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم هم د تصفيې نوي ګمارل شوی رییس ته د برياليتوب ترڅنګ وويل: «د اراضۍ لوی ریاست د تصفيې رياست يو له مهمو رياستونو څخه شمېرل کېږي، چې د ډېرو ادارو کارونه له دې رياست سره تړي دي نو هيله ده، چې د تصفيې رییس په خپلو چارو ته په پوره توګه پاملرنه وکړي.»  ښاغلی مظلوم د ياد رياست له کارکوونکو څخه وغوښتل، چې خپل مسؤل سره په پوره توګه همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS