د کرنې وزیر د غضنفر ګروپ له مرستیال سره وکتل

mail-admin
Thu, Feb 13 2025 9:53 AM
د کرنې وزیر د غضنفر ګروپ له مرستیال سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د غضنفر ګروپ له مرستیال حاجي اسماعیل غضنفر سره وکتل او د کرنیز سکتور د پانګونې فرصتونو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، حاجي اسماعیل غضنفر د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې په موخه د غضنفر ګروپ کمپینو لېوالتیا څرګنده کړه او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې د فرصتونو د مشخصېدو غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې، د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري، د شته فرصتونو د تشریح تر څنګ، د کرنیزو بنسټونو د پیاوړتیا او د پانګوالو د اسانتیا لپاره د اسلامي امارت د هڅو یادونه وکړه.
هغه همداراز، په ۳۴ ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د ځانګړو شویو ځمکو یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه ځمکې به د لنډمهاله او اوږدمهاله اجارې پر بنسټ پانګوالو ته ورکړل شي، تر څو د کرنیز سکتور د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره شي.

دیدار وزیر زراعت با معاون گروپ کمپنی‌های غضنفر 
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حاجی اسماعیل غضنفر، معاون گروپ کمپنی‌های غضنفر دیدار  و درباره فرصت‌های سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت گفتگو کرد.
در این نشست، حاجی اسماعیل غضنفر علاقه‌مندی گروپ کمپنی‌های غضنفر را برای سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری بیان کرده و خواستار شناسایی فرصت‌های سرمایه‌گذاری در بخش زراعت، آبیاری و مالداری شد. 
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت ضمن تشریح فرصت‌های موجود، از تلاش‌های امارت اسلامی برای تقویت زیرساخت‌های زراعتی و تسهیل سرمایه‌گذاری خبر داد.
وی همچنین از اختصاص زمین برای ایجاد پارک‌های صنعتی در ۳۴ ولایت کشور یادآور شده و گفت که این زمین‌ها به‌صورت اجاره کوتاه‌مدت و درازمدت به سرمایه‌گذاران واگذار می‌شود تا زمینه رشد و توسعه سکتور زراعت فراهم شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS