په ۱۴۰۳ کال کې د مالوچو په تولیداتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی

user-admin
Mon, Feb 10 2025 11:21 AM
په ۱۴۰۳ کال کې د مالوچو په تولیداتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی


۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، د مالوچو تولیدات په ۱۴۰۳ کال کې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي او شاوخوا ۱۵۹ زره متریک ټنو ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د پنې له  ۹۳زره ۶۳۰ هکتاره کرندو څخه ۱۲۲زره ۴۵۵ متریک ټنه مالوچ راټول شوي وو.
د دې زیاتوالي لامل د پنبې دکرکیلې د سیمو پراخوالی او مناسب اقلیم ښودل شوی دی.
د مالوچو د بوټي د پرېکولو د نمونوي سروې له مخې، چې کرنې وزارت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره په همغږۍ په ۱۷ ولایتونو کې ترسره کړې، ټولټال ۱۰۵زره هکتاره ځمکه کې د مالوچو بوټي کرل شوي دي.
هلمند، بلخ، کندهار او جوزجان د مالوچو د تولید تر ټولو لوړې کچې لرونکي ولایتونه دي، خو فاریاب او کاپیسا بیا هغه ولایتونه دي، چې د تولید کچه یې تر نورو ولایتونو ټیټه ده.
په هېواد کې د نساجي فابریکو نشتوالی د دې لامل شوی، چې په کورني تولید کې یې د کارونې کچه راټیټه شي او د مالوچو لویه برخه بهر ته صادر شي.

افزایش ۳۰ درصدی تولیدات پخته در سال ۱۴۰۳
۲۲ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
به اساس آمارهای ریاست احصائیه و معلومات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تولیدات پخته در کشور طی سال ۱۴۰۳ با افزایش ۳۰ درصدی نسبت به سال گذشته به حدود ۱۵۹ هزار متریک تن رسیده است. 
این در حالی است که سال قبل از مساحت ۹۳ هزار ۶۳۰ هکتار زمین تحت کشت پنبه به مقدار ۱۲۲ هزار ۴۵۵ متریک تن پخته جمع‌آوری شده بود.
این افزایش به دلیل توسعه ساحات تحت کشت و وضعیت مناسب آب‌وهوا گزارش شده است.
براساس سروی نمونوی قطع نبات پخته که از سوی وزارت زراعت در هماهنگی با اداره ملی احصائیه و معلومات در ۱۷ ولایت کشور انجام شد، در مجموع ۱۰۵ هزار هکتار زمین تحت کشت این نبات قرار گرفته است.
ولایات هلمند، بلخ، کندهار و جوزجان بیشترین میزان تولید را داشته‌اند، در حالی که ولایات فاریاب و کاپیسا کمترین میزان تولید را به خود اختصاص داده‌اند.
با این حال، نبود فابریکه‌های نساجی در کشور باعث کاهش استفاده از تولیدات داخلی شده و مقدار زیادی از پخته تولیدشده به خارج صادر می‌شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS