لغمان کې پر ۱۵ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړېږي

mail-admin
Sat, Feb 08 2025 10:21 AM
لغمان کې پر ۱۵ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړېږي

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له پراختیایي بودیجې څخه په مهترلام، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې د مالټو ۱۵ جریبه بڼونو د جوړولو لپاره بزګرانو ته د مالټو نیالګي وېشل شوي دي.
د لغمان دکرنې، ابوولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد  وویل، چې ددې پروسې په لړ کې د لغمان په مرکز مهترلام کې پنځه، ۷ په الینګار او ۳ په علیشنګ ولسوالۍ کې وار دمخه د یادو ولسوالیو د سیمه ییزو کارمندانو له لارې انتخاب شوي وو،چې د بڼونو د ډیزاین په اړه د ترویج کارمندانو په همکارۍ وار دمخه لارښوونه شوي وه، چې نن ورته د نیالګیو پالنې او روزنې په برخه کې روزنیزه زده کړې سربېره هر بڼوال ته د یوه جریب ځمکې لپاره ۱۳۳ نیالګي او په ټوله کې ۱۵ بزګرانو ته (۱۹۹۵) نیالګي وېشل شوي دي. 
د لغمان دکرنې ریاست هڅه کوي، ترڅو په مرکز او ولسوالیو کې د بزګرانو د ملاتړ لپاره ارزښت لرونکي فعالیتونه ترسره کړي، ترڅو بزګران وکولای شي، له کمې ځمکې څخه زیات حاصلات ترلاسه کړي او اقتصاد یې پیاوړي شي. دیادولو وړده تردې وړاندې هم دهمکارو مؤسساتو له لارې په دغه ولایت کې په سلګونو جریبه د ستروسو بڼونه جوړشوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS