لوګر کې د کرنې، مالدارۍ او پراختیا میاشتنۍ سکتوري غونډه دائره شوه 

mail-admin
Wed, Feb 05 2025 1:02 PM
لوګر کې د کرنې، مالدارۍ او پراختیا میاشتنۍ سکتوري غونډه دائره شوه 

۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
په لوګر ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د سکتوري ادارو او مرستندویه مؤسسو ګډه میاشتنۍ غونډه دائره شوه.  
دغه غونډه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیر آقا پیر حبیب الرحمن په مشرۍ ترسره شوه، پکې د ولایت مقام، د اقتصاد ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست، د کرنې ریاست آمرینو او د مرستندویه مؤسسو استازو ګډون کړی و.  
د غونډې په پیل کې د کرنې رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کرنې د ارزښت په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې کرنې ته ځانګړې پاملرنه وشي. همداراز، همکارو ادارو د تېرې مودې فعالیتونه او راتلونکي پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړل.  
یاده غونډه هره میاشت د سکتوري ادارو او مرستندویه مؤسسو ترمنځ د لا ښه همغږۍ د رامنځته کولو لپاره ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS