د کندهار نوروزي فارم کې کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې لس سلنه پرمخ تللي

mail-admin
Sun, Jan 19 2025 9:57 AM
د کندهار نوروزي فارم کې کرکیلې ته د ځمکې د اماده کولو چارې لس سلنه پرمخ تللي

۳۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ځانګړې لارښونه او پراختیایي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د دوو خصوصي شرکتونو په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو او کرنیزو چارو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار په نوروزي فارم کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۸۳جریبه ځمکې لپاره د شپږو طبقو کیندنې، لیزر لېول او هموار کاري چارې پیل شوې، چې تر دې مهاله یې چارې لس سلنه بشپړ شوي دي.
د نوروزي فارم ټولټال ځمکه ۴۵۰ جریبه ځمکه ده، د یادې ځمکې څخه به ۱۸۰ جریبه کنده کاري، ۱۰۶ جریبه هموار کاري او د یادو چارو د ترسراوي وروسته به د فارم پاتې ځمکه هم هموار کاري شي.
د کیندنې او هموار کاري چارو لپاره د ماشینري ترڅنګ شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې پکې ۱۵ فني او شاوخوا ۲۵ غیرفني کارکوونکي شامل دي. چې ټولې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د کیندنې او هموار کاري موخه د نوروزي فارم د ځمکې بشپړ چمتو کول دي، ترڅو د کرنې لپاره ځمکه هواره او برابرشي، کرنیزو فعالیتونو ته اسانتیاوې رامنځته شي، ځمکه اصلاح شي، د فارم د ځمکې څخه زیات حاصلات ترلاسه او د ځمکې سطحه منظم او پایښت لرونکی شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS