خوست کې د ځنګلونو او څړځایونو د پراختیا او خوندیتوب په پار لسګونه پروژې پلي شوي

mail-admin
Sat, Jan 18 2025 11:47 AM
خوست کې د ځنګلونو او څړځایونو د پراختیا او خوندیتوب په پار لسګونه پروژې پلي شوي

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په اډانه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې (جي،اي،اف) له لارې ددې ولایت  په درېیو ولسوالیو (صبري، باک او ځاځي میدان) کې د ۲۰۲۲ م کال راهیسې د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او بیا رغونې په موخه لسګونه پروژې پلي شوي دي.
دغه پروژې د خوست د کرنې او چاپېریال ساتنې ریاستونو په همغږۍ پرمخ وړل شوي، چې د تېرو دوه کلونو په اوږدو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لري. په دغو پروژو کې د ۱۰ زره هکتاره ځنګل او څړځای مدیریت په موخه، د ځنګل او څړځای ساتنې ټولنو جوړل، نږدې ۲زره او ۵۰۰ هکتاره نوي ځنګل او څړ ځای رغول، د هغو سمیو لپاره چې اوبه نه لري، د لمریز سیستم او د ۲۰۰زره لیتره ظرفیت لرونکو د اوبو ۹ زېرمو جوړول، څه‌باندې ۳۵۰ د املوکو او مالټو بڼونو جوړول او ۵۰ شنې خونې او ۷۴ د چهارمغزو وړې قوریې جوړول شامل دي.
همدارنګه نږدې ۵۰۰ کسانو ته د لمریزو نغريو، د چهارمغزو ماتوونکي وسایلو او د شیدو ټولولو کیټونو، زرګونه کیلو ګرامه د ممپلیو او غرنۍ رشکې تخم او د سلګونه زره بېلابېلو مثمر او غیر مثمر نیالګیو وېش هم هغه کارونه دي، چې په یاده پروژه کې ترسره شوي دي.
دغه راز په دې برخه کې د عامه پوهاوي په موخه د ۱۲۵ ناستو، نږدې ۱۰زره کسانو ته د روزنیزو پروګرامونو او د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې په اړه عامه پوهاوي غونډې او ۳۱۵ غړو لرونکو ۱۸ د مالدارۍ ښوونځي جوړول هم ترسره شوي دي.
د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژه په راتلونکي کې د پیوندي زيتونو، چهارمغزو، املوکو او نورو نیالګیو وېش، د شنو خونو لپاره د سبزیجاتو تخمونه او د کار په بدل کې د پیسو ورکړې برنامې پلي کولو ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده، چې ټولټال ۱۱۲زره او ۵۰۰ اوسېدونکي چې په یاده سیمه کې ژوند کوي، د دې پروژې له فعالیتونو څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه اخلي.
د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې (جي،اي،اف) پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لوري په خوست ولایت کې د چاپېریال د ساتنې او د کرنیزو سرچینو د پیاوړتیا په موخه پیل شوې، چې د ځنګلونو او څړځایونو د بیا رغونې او پرمختګ په برخه کې یې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS