د کرنې وزارت د ځنګلونو لوی رییس د کندهار منګالي فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Jan 18 2025 11:17 AM
د کرنې وزارت د ځنګلونو لوی رییس د کندهار منګالي فارم څخه لیدنه وکړه

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو لوی رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت چارواکو یې ملتیا کوله د منګالي فارم څخه لیدنه وکړه او د یاد فارم هر اړخیزې چارې یې وکتلې.
د لیدنې پر مهال د منګالي فارم د ودانیزو چارو، قوریو، څلورو خواوو ته احاطه شوي دېوال او د فارم عمومي وضعیت ارزونه وشوه. د ځنګلونو لوی رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري د یاد فارم پر ښه روزنې او ساتنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د منګالي فارم باید په غوره توګه مدیریت شي، ترڅو د فارم د ظرفیت لوړولو له لارې د هېواد نورو ولایتونو لپاره هم نیالګي تولید شي.
په دې لیدنه کې د منګالي فارم مسؤلینو او د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر ملا عبدالباري اخند ته سپارښتنې وشوې، ترڅو د فارم مدیریت او ساتنه په اغېزناک ډول ترسره شي.
دغه راز دکرنې وزارت د ځنګلونو لوی رییس ملاسراج الحق میرویس ذاکري د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي سره هم لیدنه وکړه او د یاد فارم په پار یې اړینې پرېکړې وکړې او ټینګار وشو چې د منګالي فارم څخه په غوره ډول ساتنه او پالنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې منګالي فارم یو روزنیز فارم دی، چې د راتلونکي کال لپاره په کې د نیالګیو روزنه پیلېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS