د هلمند خانشین کې د څارویو د خوندیتوب په پار د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
Tue, Jan 14 2025 2:32 PM
د هلمند خانشین کې د څارویو د خوندیتوب په پار د واکسینو کمپاین پیل شو

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي همکارۍ ددې ولایت د خانشین ولسوالی پر زرګونو څارویو د طاعون، طبق او پوستکي ناروغیو د مخنیوي په پار د واکسینونو کمپاین پیل شو.
ددې کمپاین په ترڅ کې په دې ولسوالی کې ټول شپږ زره ډوزه واکسینونه شامل دي، چې لویو او وړو څارویو ته پلي کېږي.
دغه واکسینونه به دهغو حیواني روغتیا پالانو لخوا پلي شي، چې د کرنې ریاست په همکارۍ یې مخکې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي، چې ورته د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا یاد واکسینونه په واک کې ورکړل شول.
 یاد کمپاین د څارویو د وژونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره پلان شوی، چې موخه یې د طاعون، پوستکي، خولې او پښو ناروغیو د کچې راټیټول، د څارویو روغتیا خوندي کول، او د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول دي. 
د دې واکسینونو له تطبیق سره به د څارویو شېدو او غوښې تولید نورمال پاتې شي، او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی به پر وخت ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS