د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زيتون اچارو توليد دوام لري

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زيتون اچارو پروسس له مخې تر دې دمه ۲۳ زره د ۵۰۰ ګرامه بوتلونه ډک شوي، او دغه پروسه لا هم روانه ده.
د سوداګرۍ او بازار موندنې ریاست اړوند د زيتون فابريکې مسوولین وايي، چې په دې پروسه کې هره ورځ نږدې ۲۵ کسان په کار بوخت وي.
ټاکل شوې، چې د اچارو د بوتلونو ډکولو دا لړۍ به شاوخوا لس ورځې نور هم دوام وکړي.