د لوګر ولایت دکرنې ریاست نوی رییس معرفي او په کار یې پیل وکړ

mail-admin
Tue, Jan 07 2025 10:37 AM
د لوګر ولایت دکرنې ریاست نوی رییس معرفي او په کار یې پیل وکړ

د لوګر ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست لپاره مولوي شیرآقا پیر حبیب‌الرحمن د نوی رییس په توګه معرفي او په کار يې پيل وکړ.
هغه غونډه چې په همدې موخه په ياد ریاست کې نیول شوې وه په کې د لوګر ولايت مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور» سربېره، د دغه رياست لپاره نوي رییس مولوی شیرآقا پیر حبیب‌الرحمن، د دغه ریاست پخواني رییس مولوي عبدالرؤف سعید او د‌ ياد ریاست آمرینو او مامورینو ګډون کړی وو.
ددې غونډې په ترڅ کې د لوګر ولايت مرستيال والي الحاج مولوي محمدانور «دين‌پرور» په اسلامي نظام کې د اطاعت د اصولو په اړه خبرې وکړی او ویې ویل، له اسلامي نظام څخه پرته په هیڅ نظام کې دغه اصل ته درناوی نه کېږي.
د‌ لوګر مرستیال والي وويل، تغییر او تبدیل په نظامونو کې يو اصل دى او له ټولو مسؤولينو يې وغوښتل، چې دغه اصل ته په پوره معني سره درناوى وکړي.
الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور» همدارنګه د لوګر ولایت د‌ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پخواني رییس مولوي عبدالرؤف سعید، له کړنو او خدمتونو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د هغه خدمتونه او قربانۍ دې د خدای په دربار کې قبولې او نوي رئیس ته يې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه. 
ښاغلي «دین‌پرور» دغه راز وویل، په اسلامي نظام کې خدمت کول یو ویاړ دی او زیاته یې کړه، چې پر موږ او تاسو لازمه ده چې د افغانستان دردېدلي ولس ته اساسي خدمتونه وړاندې کړو.
د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پخواني رییس مولوي عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو کې وويل، ډېر خوښ دى، چې نن ټول چارواكي د اطاعت اصول پر ځانونو عملي کوي او د اميرالمؤمنين «حفظه‌الله» او د امارت د رهبرۍ له امر څخه سرغړونه نه كوي.
ورپسې د دغه ولایت د کارکوونکو چارو آمر ملا محمدعظیم «امیري» د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس مولوي شیرآقا پیر حبیب‌الرحمن د مقررۍ مکتوب د غونډې ګډونوالو ته ولوسته او د پخواني رییس د کړنو او خدمتونو په اړه یې خبرې وکړی او د نوي رییس لپاره يې د ښه خدمت کولو توفيق وغوښت.
د لوګر ولايت د‌ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د آمرینو او کارکوونکو په استازيتوب قاري عبدالبصير شاهد «همراز» خبرې وکړې او د پخواني رییس له کړنو او فعاليتونو څخه د خوښیو په څرګندولو سره د نوی رییس سره د پوره همکاري ډاډ څرګند کړ.
د يادونې وړ ده، چې مولوي شیرآقا پیر حبیب‌الرحمن تر دې مخکې د نورستان ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رییس په توګه دنده ترسره کوله.
باید وویل شي، چې د لوګر ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پخوانی رییس مولوي عبدالرؤف سعید، د نورستان ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رییس په توګه ټاکل شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS