فراه کې د څلورو اوبولګولو کانالونو د رغونې پایلې وارزول شوې  

mail-admin
Tue, Jan 07 2025 10:25 AM
فراه کې د څلورو اوبولګولو کانالونو د رغونې پایلې وارزول شوې  

د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې له مخې، د ناصر آباد او ریګي محمد اکبر کلیو اړوند څلورو اوبولګولو کانالونو د رغونې پروژې عملي ارزونه ترسره شوه.
 دا ارزونه د یاد ریاست د طبیعي سرچینو آمر، کرنې متخصص او انجینرۍ ټیم له خوا د وروستیو اورښتونو وروسته، چې د فراه په سیند کې د اوبو جریان زیات شوی و، ترسره شوه، چې د یادې پروژې پایلې یې مثبتې وارزولې.
یادې پروژې د سولې بنسټ مؤسسې له خوا د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) په مالي ملاتړ او د کرنې ریاست په همغږي په مروارید ۱، مروارید ۲، میانجو او ریګي محمد اکبر کلیو کې تطبیق شوې دي.
د سیمې بزګران د دغو پروژو له تطبیق څخه خوښ دي، ځکه چې د اوبولګولو په برخه کې ورته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي. هغوی له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې په دې ډول نورې پروژې هم پلې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS