د زابل ولایت په اتغر ولسوالۍ کې د ۳ زره څارویو د واکسین لړۍ روانه ده  

mail-admin
Sat, Jan 04 2025 2:29 PM
د زابل ولایت په اتغر ولسوالۍ کې د ۳ زره څارویو د واکسین لړۍ روانه ده  

۱۵ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د زابل ولایت په اتغر ولسوالۍ کې د ۳ زره څارویو د واکسین چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا روانې دي، چې پکې غت او واړه څاروي شامل دي. 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په وینا، په دې کمپاین کې ۱زر او ۵۰۰ غټ څاروي او ۱زر او ۵۰۰ واړه څاروي واکسین کېږي. دا لړۍ د څارویو د ساتنې او ناروغیو مخنیوي په موخه پیل شوې، چې د یادې ولسوالۍ د کروندګرو لپاره حیاتي ارزښت لري.  
چارواکي وایي چې واکسین به د څارویو د وژونکو ناروغیو مخنیوی وکړي، چې له کبله یې د مالدارۍ سکتور ته زیان اوړي.  
اتغر هغه سیمه ده چې زیات شمېر خلک یې په مالدارۍ بوخت دي او د څارویو واکسین د دې ولسوالۍ د مالدارانو لپاره د اقتصادي زیانونو د مخنیوي په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS