د کرنې وزارت مالي او اداري معین، د دې معینیت له رئیسانو سره ناسته وکړه 

mail-admin
Mon, Dec 23 2024 2:59 PM
د کرنې وزارت مالي او اداري معین، د دې معینیت له رئیسانو سره ناسته وکړه 

۳ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان "حاجي سالم" په مشرۍ یوه غونډه ترسره شوه، چې پکې د دې معینیت اړوند ریاستونو رئیسانو خپل د کړنو راپور مالي او اداري مرستیال ته وړاندې کړل.
په دې ناسته کې د تخنیک او ترانسپورت، تدارکاتو، مالي او حسابي، اداري، بشري سرچینو، ستراتیژیکو زېرمو او غله‌جاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ او تفتیش ریاستونو رئیسانو او استازو ګډون درلود.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د تفتیش عالي ادارې له سپارښتنو څخه پر پیروۍ ټینګار وکړ او اړوند ریاستونه یې د دې سپارښتنو د عملي کولو لپاره اړین ګامونو پورته کولو ته وهڅول. هغه د کارکوونکو پر وخت د حاضرۍ اهمیت ته هم اشاره وکړه او له رئیسانو څخه یې وغوښتل چې د چارو د ښه‌والي لپاره اړین ارشادات او لارښوونې ترسره کړي.
د ناستې په دوام، د ولایتي سفرونو مدیریت، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د تشکیل ترتیب او د کرنې وزارت د عادي او پرمختیایي بودیجو تنظیم په اړه خبرې وشوې. مالي او اداري مرستیال د قراردادونو پر ګړندي کولو، د څارویو خوراک او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند قراردادونو ستونزو حل او د پرچون پیرودونو د زیاتوالي مخه نیولو، هم ټینګار وکړ.
په پای کې، له ولایتونو څخه مرکز ته د بوجیو د لېږد او د کرنې وزارت له مرکزي سیلوګانو څخه د ۱۴۰۰ ټنه غنمو د پلور په اړه راپور وړاندې شو. حاضرو رئیسانو او سلاکارانو ژمنه وکړه، چې په خپلو دندو کې به لا زیاته هڅه وکړي ترڅو د کرنې وزارت موخې په بریالیتوب سره ترلاسه شي.

برگزاری جلسه معینیت مالی و اداری وزارت زراعت با رؤسای ریاست‌های تحت اثر
۳ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی تحت سرپرستی ملا آغاجان "حاجی سالم"، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد که در آن رؤسای ریاست‌های تحت اثر معینت مالی و اداری گزارشی از فعالیت‌های خود به معین مالی و اداری ارائه کردند. در این نشست، رؤسای و نمایندگان ریاست‌های تخنیک و ترانسپورت، تدارکات، مالی و حسابی، اداری، منابع بشری، ذخایر استراتیژیک و غله‌جات، تکنالوژی معلوماتی و تفتیش حضور داشتند.
در این جلسه، معین مالی و اداری وزارت زراعت بر پیروی از سفارشات اداره عالی تفتیش تأکید کرد و خواستار انجام اقدامات ضروری در این زمینه شد. وی همچنین بر اهمیت حضور به موقع کارمندان در وظایف تأکید نمود و از رؤسا خواست تا در جهت بهبود روند کارها، دعوت‌ها و ارشادهای لازم را انجام دهند.
در ادامه، موضوعات مدیریت سفرهای ولایتی، ترتیب تشکیل سال ۱۴۰۴ و تنظیم بودجه‌های عادی و انکشافی وزارت زراعت مورد بررسی قرار گرفت. معین مالی و اداری همچنین بر تسریع قراردادها، حل مشکلات قراردادهای مرتبط با خوراک حیوانی و تکنالوژی معلوماتی و جلوگیری از کثرت خریدهای پرچون تأکید کرد.
در پایان، گزارشی از انتقال بوجی‌ها از ولایات به مرکز و فروش ۱۴۰۰ تن گندم از سیلوهای مرکزی وزارت زراعت ارائه شد. رؤسا و مشاوران حاضر در این جلسه تعهد کردند که در انجام وظایف خود تلاش بیشتری خواهند کرد تا اهداف وزارت زراعت به تحقق برسد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS