فراه ولایت ته د کرنې وزیر سفر او د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې لیدنه

mail-admin
Mon, Dec 23 2024 11:07 AM
فراه ولایت ته د کرنې وزیر سفر او د کرنې ریاست له کارکوونکو سره یې لیدنه

۳ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره وکتل.  
په دې لیدنه کې، د کرنې وزیر د انسانانو او څارویو لپاره د خوراکي توکو تولید پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې کرنه او مالداري د تېرو جګړو او د ټیټ کیفیت وارداتي خوراکي توکو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د خاورې په اړه علمي څېړنې او د مناسبو کرنیزو میتودونو پېژندنه د دې برخې د بیا رغونې لپاره اړین دي. همدارنګه، د کرنې وزیر له کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې لاس ته راوړنې وارزوي او د دقیق پلان له مخې د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي. 
هغه څرګنده کړه، چې په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد شرایط ښه شوي دي او خلک هوسا ژوند کوي. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د تغذیې او خوړو خوندیتوب ستونزه به هم ژر حل شي.

سفر وزیر زراعت به ولایت فراه و دیدار با کارمندان ریاست زراعت
۳ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت فراه سفر کرد و با کارمندان ریاست زراعت این ولایت دیدار نمود.
در این دیدار، وزیر زراعت بر اهمیت تولید مواد غذایی برای انسان‌ها و حیوانات تأکید نموده و گفت که زراعت و مالداری در افغانستان، به‌دلیل جنگ‌های گذشته و واردات مواد غذایی بی‌کیفیت، با مشکلات جدی روبه‌رو بوده است.
وی افزود که تحقیقات علمی درباره خاک و شناسایی روش‌های مناسب زراعت، برای احیای این بخش ضروری است. همچنین، وزیر زراعت از کارمندان خواست تا با بررسی دستاوردهای خود و برنامه‌ریزی دقیق، در راستای رفع مشکلات تلاش نمایند.
او تصریح کرد که با توجه به سه سال اخیر، شرایط کشور رو به بهبود بوده و مردم از زندگی آرامی برخوردار هستند. وی اظهار امیدواری کرد که مشکل تغذیه و امنیت غذایی نیز به‌زودی حل شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS