د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجاره لرونکي کروندګر د خپلو عوایدو له ډېرېدو خوشحاله دي  

mail-admin
Wed, Dec 18 2024 10:55 AM
24521

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت یو شمېر اجاره لرونکي کروندګرو، چې پر خپلو ځمکو یې مالټې او تازه سبزیجات کرلي دي، وايي چې له خپلو کروندو څخه یې د پام وړ عاید ترلاسه کړی دی.
کروندګر وايي: چې د مالټو باغونو ترڅنګ یې په خپلو ځمکو ګلپي، توربانجان، سرې او سپینې ملۍ، کرم، پالک، ټیپر، ګازرې او نور سبزیجات کرلي دي. د دوی په وینا، دغه سبزیجات نه یوازې د جلال اباد ښار بازارونو ته وړاندې کېږي، بلکې پلازمینې کابل او نورو ولایتونو ته هم لېږل کېږي، چې ورسره د هغوی د عایداتو کچه لوړه شوې ده.
ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې پکې د کرنې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کروندګرو ملاتړ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره هڅه کړې چې د ځمکې حاصلات زیات او د کروندګرو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS