د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د مرسي کرابس نړۍوالې مؤسسې له عمومي رییس سره وکتل

user-admin
Wed, Dec 18 2024 8:50 AM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، د افغانستان لپاره د مرسي کرابس نړۍوالې مؤسسې له عمومي رییس ښاغلي دایي کوري او د یادې مؤسسې د کرنې برخې له کارپوهانو سره د کرنې په وزارت کې تخنیکي غونډه دائره شوه.


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ، د افغانستان لپاره د مرسي کرابس نړۍوالې مؤسسې له عمومي رییس ښاغلي دایي کوري او د یادې مؤسسې د کرنې برخې له کارپوهانو سره د کرنې په وزارت کې تخنیکي غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د دکرنې د پراختیا په برخه کې د مرسي کرابس مؤسسې د هڅو قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ لپاره به د دواړو لوریو ترمنځ همکارۍ دوام ولري.
په غونډه کې همدارنګه اعلان وشو چې ډېر ژر به د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ یوه ستره پروژه د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د هلمند او کندهار په ولایتونو کې د کرنې په بېلابېلو برخو کې پیل شي.
د غونډې په ترڅ کې دغه راز ژمنه وشوه، چې د امریکا متحده ایالاتو او د انګلستان په مالي مرسته به نورې کرنیزې پروژې هم ډېر ژر د هرات، کندهار او هلمند په ولایتونو کې پلي شي.


دیدار رئیس عمومی پلان وزارت زراعت با رئیس عمومی موسسه مرسی کرابس بین‌المللی

 جلسه‌ای تخنیکی تحت رهبری مولوی عبدالغفور رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با آقای دایی کوری رئیس عمومی موسسه بین‌المللی مرسی کرابس در افغانستان و کارشناسان بخش زراعت این موسسه در وزارت زراعت برگزار گردید.
در این دیدار، رئیس عمومی پلان وزارت زراعت از تلاش‌های موسسه مرسی کرابس در زمینه توسعه زراعت قدردانی نموده و تأکید کرد که همکاری‌های بین دو طرف در راستای توسعه زراعت و مالداری در افغانستان ادامه خواهد یافت.
همچنین، در این جلسه اعلام شد که یک پروژه بزرگ به ارزش ۲.۵ میلیون دلار در ولایات هلمند و قندهار در بخش‌های مختلف زراعتی به کمک مالی اتحادیه اروپا به زودی آغاز خواهد شد.
در ادامه، وعده داده شد که پروژه‌های دیگری نیز به کمک مالی ایالات متحده آمریکا و کشور انگلستان در بخش زراعت در ولایات هرات، قندهار و هلمند به زودی به اجرا در خواهند آمد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS