د کرنې په سکتور کې د پانګونې د طرحې ترتیب په پار غونډه دائره شوه 

mail-admin
Mon, Dec 16 2024 11:14 AM
د کرنې په سکتور کې د پانګونې د طرحې ترتیب په پار غونډه دائره شوه 

۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
په کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د پانګونې د وړاندیزي طرحې د ترتیب په موخه چې د روسیې فدراسیون هیواد ته به وړاندې شي، یوه غونډه جوړه شوه.
یاده غونډه د کرنې وزارت د مقام په تالار کې د دې وزارت د بېلابېلو برخو د رییسانو او متخصصینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د لسو مهمو پانګیزو طرحو په اړه خبرې وشوې، چې په کې د لبنیاتو پراختیا، چرګانو روزنه، د کبانو تولید او صنعت، د څرمنو پروسس او راټولونه، د غله‌جاتو پراختیا، بڼوالي، د شنو خونو ښارګوټي، د عصري اوبو لګولو شبکو پراختیا او د سړو خونو جوړول شامل دي.
ټاکل شوې ده، چې دغه طرحه په مشخص وخت کې بشپړې شي او د کرنې وزارت د مشرتابه تر تائید وروسته د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ اقتصادي کمېسیون ته وسپارل شي.
یادې برنامې د اقتصادي کمېسیون د غوښتنې له مخې ترتیب شوې دي او د نهایي کېدو وروسته به د تطبیق په موخه د روسیې فدراسیون هیواد ته وړاندې شي.

برگزاری جلسه‌ای برای ترتیب طرح‌های سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت
۲۶ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای در  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور ترتیب طرح‌های پیشنهادی برای ارائه به فدراسیون روسیه برگزار شد.
 این جلسه با حضور رؤسا و متخصصین بخش‌های مختلف وزارت در تالار جلسات مقام وزارت زراعت برگزار شد.
در این نشست، روی ده طرح سرمایه‌گذاری در بخش‌هایی مانند انکشاف لبنیات، مرغداری، تولید و صنعت ماهی‌پروری، پروسس و جمع‌آوری پوست، توسعه غله‌جات، باغداری، شهرک‌های سبزخانه‌ای، انکشاف شبکه‌های آبیاری مدرن و احداث سردخانه‌ها بحث و تبادل نظر شد.
قرار است این طرح‌ها طی مدت زمان مشخص تکمیل و پس از تأیید رهبری وزارت زراعت، به کمیسیون اقتصادی معاونیت اقتصادی رئیس‌الوزرا ارسال گردد. این برنامه‌ها مطابق درخواست کمیسیون اقتصادی تهیه شده و پس از نهایی‌شدن، برای فدراسیون روسیه به منظور تطبیق ارائه خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS