ننګرهار کې د پنځو ښارګوټو د سروې او اجارې په برخه کې کارمندانو ته روزنيز ورکشاپ دائر شو 

mail-admin
Tue, Dec 10 2024 9:50 AM
ننګرهار کې د پنځو ښارګوټو د سروې او اجارې په برخه کې کارمندانو ته روزنيز ورکشاپ دائر شو 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا ننګرهار ولايت کې څلوېښت تنه کارکوونکو ته د سروې او اجارې په برخه کې روزنيز سمينار دائر شو.
دغه سمينار چې مشري یې د اراضۍ ادارې د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون کوي د دغه ریاست يو شمېر متخصصين او کارپوهانو ګډون درلود.
د ياد سمينار موخه د ننګرهار ولايت د پنځه ښارګوټو لکه په نهمه ناحیه کې د سرخ دېوال ښارګوټی،  شپږمه ناحیه کې شمشاد مېنه، جلال آباد ښار کې د سياه سنګ ښارګوټی او د بهسود او چپرهار ولسواليو کې قاسم آباد او دولت زي ښارګوټو د کورنو د سروې او اجاره ورکولو په برخه کې د يوې ورځې لپاره دائر شو.
د يادونې وړ ده، چې دغه ښارګوټي د عدليې وزارت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لخوا استرداد شوي چې وروسته له سروې څخه د يادو ښارګوټو کورنه به د اراضۍ لوی رياست له لورې مستحقو کسانو ته په اجاره ورکړل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS