پراختیایي پروژو کې پر روڼتیا او صداقت ټینګار

mail-admin
Sun, Dec 01 2024 1:48 PM
پراختیایي پروژو کې پر روڼتیا او صداقت ټینګار

۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د ټولنو د دوامداره پرمختګ پروژې له مسؤلینو سره په لیدنه کې د پراختیایي پروژو په پلي کولو کې د صداقت او اخلاص پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي د دې پروژې د فعالیتونو ستاینه وکړه او د شته ستونزو د اصلاح او خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: «د کوکنارو کرکېله پای ته رسېدلې ده، او باید د هغې لپاره مناسبه بدیله لاره چمتو شي ترڅو د خلکو ژوند اغېزمن نه شي.»
په دې ناسته کې، د ټولنو د دوامداره پرمختګ پروژې چارواکو د خپلو فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړ چې په ټولنو کې د پرمختګ او د کرنیزو توکو د وېش په برخه کې ترسره شوي دي او د دې پروژې د پرمختګ لپاره د کرنې وزارت په همکارۍ د هوکړه‌لیک د لاسلیک پروسې د چټکتیا غوښتنه هم وکړه.

تأکید بر شفافیت و صداقت در اجرای پروژه‌های انکشافی
۱۱ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیدار با مسئولان پروژه انکشاف پایدار جوامع، بر لزوم صداقت و اخلاص در اجرای پروژه‌های انکشافی تأکید کرد.
وی ضمن قدردانی از فعالیت‌های این پروژه، به اهمیت اصلاح مشکلات موجود و ارائه خدمات به مردم اشاره کرد و گفت: «کشت کوکنار خاتمه یافته و باید بدیل مناسبی برای آن فراهم شود تا زندگی مردم متأثر نشود.»
در این نشست، مسئولان پروژه انکشاف پایدار جوامع نیز گزارشی از فعالیت‌های خود در بخش انکشاف جوامع و توزیع مواد زراعتی ارائه کرده و خواستار همکاری وزارت زراعت برای تسریع در امضای تفاهم‌نامه شدند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS