هلمند کې د څړځایونو د ثبت او تثبیت لړۍ پیل شو

mail-admin
Mon, Nov 11 2019 2:02 PM
 هلمند کې د څړځایونو د ثبت او تثبیت لړۍ پیل شو

۲۰ لړم ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ښارجوړولو او ځمکو چارو ریاست په همکارۍ د یاد ریاست د تخنیکي ټیم له خوا په دې ولایت کې د څړځایونو د سیمو د ثبت او تثبیت لړۍ پیل شوې ده. د دوی په خبره په لومړي پړاو کې د مرکز لښکرګاه اړوند د بست کلا په سیمه کې نږدې ۱۸ زره جریبه ځمکه به د کدسټري نقشې پر اساس ثبت او وروسته به یې د تصفیې لړۍ پیل شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د دوی د پلان پر بنسټ د څړځایونو ځمکې به د املاکي او کډسټري نقشو له مخې تثبیت او دکرنې وزارت په ډیټابیس کې په ثبت او راجستر شي.
د ښاغلي الکو په خبره د کرنې ریاست ددې ولایت د طبیعي سرچینو د احیا، ساتنې او پراختیا په پار پراخ پروګرامونه په پام کې لري، چې په پلي کېدو سره یې یاد طبیعي سرچیني خوندي او د کوچیانو او مالدارانو د مالونو د خوراکې لپاره به چمتو شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS