د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال په پکتیا کې د ضبط شویو لرګیو له ټال څخه لیدنه وکړه

user-admin
Wed, Nov 27 2024 11:30 AM
د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال په پکتیا کې د ضبط شویو لرګیو له ټال څخه لیدنه وکړه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او ورسره پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ځنګلونو د ساتنې د قطعې له خوا د ضبط شویو لرګیو له ټآل څخه لیدنه وکړه.
په دې ټآل کې سلګونه ټنه لرګي، چې د شنې قطعې (د ځنګلونو ساتنې) ځواکونو له خوا نیول شوي، ساتل کېږي.               د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د شنې قطعې د ځواکونو د کړنو ستاینه وکړه او د ځنګلونو د ساتنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې هېڅ‌چا ته د ځنګلونو د پرې کولو او د لرګیو د قاچاق اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي له ټولو چارواکو او خلکو وغوښتل، چې د دې ملي پانګې په ساتنه کې جدي هڅې وکړي او د قاچاق او د ځنګلونو د تخریب د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

بازدید معین آبیاری و منابع طبیعی از انبار چوب‌های ضبط‌شده در ولایت پکتیا
۷ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، در جریان سفر به ولایت پکتیا از انبار چوب‌های ضبط‌شده توسط قطعه حفاظت از جنگلات در شهر گردیز بازدید کرد.
در این انبار، صدها تُن چوب از انواع مختلف که توسط نیروهای قطعه سبز (حفاظت از جنگلات) ضبط شده، نگهداری می‌شود. معین آبیاری و منابع طبیعی ضمن تقدیر از کارکرد نیروهای قطعه سبز، بر ضرورت حفاظت از جنگلات تأکید کرده و افزود که هیچ‌کس اجازه قطع جنگلات و قاچاق چوب را ندارد.
وی از تمام مسئولین و مردم خواست تا در حفظ این سرمایه ملی تلاش جدی کنند و برای جلوگیری از قاچاق و تخریب جنگلات همکار باشند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS