د اصلاح شويو تخمونو ملي بورډ غونډه دائره شوه

mail-admin
Wed, Nov 20 2024 9:43 AM
د اصلاح شويو تخمونو ملي بورډ غونډه دائره شوه

د اصلاح شويو تخمونو ملي بورډ غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د دې وزارت د ځینو رئیسانو او آمرینو، د تخم تولیدوونکو شرکتونو مسؤلینو او د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان ستراتېژیک سلاکار نجیب الله امیرزي په ګډون ترسره شوه.
یاده غونډه د کرنې او مالدارۍ په معینیت کې جوړه شوه، چې په پیل کې د کرنې وزارت د تخمونو د تصدي رئیس مولوي صدیق الله رحماني د غونډې موخه د تېرو کلونو ستونزو ته د حل موندل او د راتلونکي لپاره د هغو د تکرار مخنیوي په اړه نظر اخیستل وبلل او د بزګرانو ستونزو ته د پاملرنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
وروسته، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وینا وکړه او د معیاري او باکیفیته تخم تولید، بزګرانو ته د هغه رسول او د حاصلاتو زیاتولو په اړه یې خبرې وکړې او له یوه زون څخه بل ته د تخم د لېږد د نه کولو ټینګار یې وکړ.
د غونډې ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل او پر دې یې ټینګار وکړ چې موخه یې د بزګرانو سره مرسته او د افغانستان ځان بسیاینې ته رسېدل دي؛ نو له همدې امله باید معیاري او باکیفیته تخم تولید شي.

نشست بورد ملی تخم‌های اصلاح شده بذری دایر گردید
نشست بورد ملی تخم‌های اصلاح شده بذری به سرپرستی مولوي صدراعظم عثماني معین زراعت و مالداری، روسا، آمران و مسوولان شرکت‌های تولید تخم بذری و نجیب‌الله امیرزی مشاور استراتیژیک سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دایر گردید.
این نشست در معینیت زراعت و مالداری برگزار شد و در آغاز مولوي صدیق‌الله رحماني رئیس تصدی تخم‌های بذری وزارت زراعت هدف نشست را نظرخواهی پیرامون رسیدگی به مشکلات سال‌های گذشته و جلوگیری از تکرار آن‌ها در آینده عنوان کرد و بر توجه به مشکلات دهقانان تاکید نمود.
سپس مولوي صدراعظم عثماني معین زراعت و مالداری سخنرانی کرده و در مورد تولید تخم با کیفیت و معیاری، رساندن آن به دهقانان و افزایش حاصلات صحبت کرد و بر عدم انتقال تخم از یک زون به زون دیگر تاکید نمود.
حاضران در نشست نظریات خود را شریک ساخته و بر این نکته تاکید کردند که هدف همه کمک به دهقانان و خودکفایی افغانستان است؛ بنابراین باید تخم با کیفیت و معیاری تولید گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS