په کرنې وزارت کې د باراني او څاڅکي اوبو لګولو سیستم پرانستل شو

mail-admin
Tue, Nov 19 2024 3:20 PM
په کرنې وزارت کې د باراني او څاڅکي اوبو لګولو سیستم پرانستل شو

۲۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د باراني او څاڅکي اوبو لګولو سیستم د کرنې وزارت په انګړ کې د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري له‌خوا د بنسټ ډبرې په ایښودو سره د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ او اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیالانو او د وزارت د یو شمېر رئیسانو او کارمندانو په شتون کې پرانستل شو.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي بازمحمد فیضان، رئیسانو، سلاکارانو او ځینو کارکوونکو ګډون کړی وو.
د دې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري وینا وکړه او ویې‌ویل: "د باراني او څاڅکي اوبو لګولو سیستم عامول د عصري اوبو لګولو دودولو په برخه کې یو مهم ګام دی. دا سیستم باید د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې عام او پراخه شي، ترڅو بزګران او خلک له دې سیستم څخه خبر شي او ګټه ترې واخلي. دا ډول اوبه لګول له اوبو څخه غوره ګټې اخیستنې او د اوبو زېرمې سره مرسته کوي. موږ ټول پوهیږو چې د ژوند دوام د اوبو سره تړلی دی او پرته له اوبو ژوند ممکن نه دی. نو باید له اوبو څخه په سمه او اغېزمنه توګه کار واخیستل شي. دا ډول اوبو لګول د نړۍ د عصري اوبو لګولو معادل دي، چې ورسره نباتات په اغېزمنه توګه اوبه کېږي او حاصلات زیاتوي."
دا پروژه به د ۳ میلیونه او ۱۶۵ زره افغانیو په لګښت عملي شي او له ۲.۵ هکتاره څخه زیاته ځمکه به پرې اوبه‌شي. د دې پروژې د تطبیق موده درې میاشتې ټاکل شوې، چې د ۷۲ متره مکعبه اوبو د زېرمې ظرفیت لري او د اوبو لېږد به هم ترسره کوي. د کرنې وزارت د مشرتابه له‌خوا د بنسټ ډبرې له ایښودو وروسته د پروژې عملي چارې پیل شوې. 

افتتاح سیستم آبیاری بارانی و قطره‌ای در وزارت زراعت
۲۹ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
سیستم آبیاری بارانی و قطره‌ای در صحن وزارت زراعت با گذاشتن سنگ تهداب آن توسط مولوی عطاءالله‌عمری، وزیر زراعت با حضور معینان زراعت و مالداری و آبیاری و منابع طبیعی و  شماری از روئسا و کارمندان وزارت زراعت افتتاح گردید.
در این برنامه مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی، رؤسا، مشاوران و تعدادی از کارمندان حضور داشتند.
در مراسم افتتاح این پروژه، مولوی عطاءالله‌عمری، وزیر زراعت، ضمن ایراد سخنانی گفت: "ترویج سیستم آبیاری بارانی و قطره‌ای گامی مهم در جهت ترویج آبیاری نوین است. این سیستم باید در ولایات مختلف افغانستان ترویج و توسعه یابد تا دهقانان و مردم از آن آگاهی پیدا کنند و آن را به کار گیرند. این روش آبیاری موجب مدیریت بهینه و ذخیره‌سازی آب می‌شود. همه می‌دانیم که سرچشمه و ادامه حیات موجودات زنده آب است و بدون آن زندگی امکان‌پذیر نیست. بنابراین باید از آب به‌طور درست و مؤثر استفاده کنیم. این نوع آبیاری معادل آبیاری مدرن در سطح جهان است که از طریق آن، نباتات به‌طور بهینه آبیاری شده و حاصل بیشتری بدست می‌آید."
این پروژه به هزینه ۳ میلیون و ۱۶۵ هزار افغانی تطبیق خواهد شد و بیش از ۵، ۲ هکتار زمین را آبیاری خواهد کرد. مدت زمان تطبیق این فعالیت سه ماه می‌باشد و ظرفیت ذخیره‌سازی ۷۲ متر مکعب آب و انتقال آن را خواهد داشت. کار پروژه پس از گذاشتن سنگ تهداب آن توسط رهبری وزارت زراعت، به‌طور عملی آغاز شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS