د بزګرانو د اضافي غنمو د پېر، لېږد او زېرمه کولو د څرنګوالي په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
Tue, Nov 05 2024 11:30 AM
د بزګرانو د اضافي غنمو د پېر، لېږد او زېرمه کولو د څرنګوالي په پار غونډه دائره شوه

۱۵ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د غنمو د پېرلو، لېږدولو او زېرمه کولو د پروسې د څرنګوالي د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه. د دې ناستې موخه له بېلابېلو ولایتونو څخه د حاصلاتو په فصل کې د پېرل شویو غنمو د زېرمه کولو او لېږد رالېږد په اړه خبرې اترې وې.
د غونډې په پیل کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د دې پروسې په اړه د سلا مشورو پر اهمیت ټینګار وکړ او د حاضرو غړو نظرونه یې اړین وګڼل. د بېلابېلو وزارتونو استازو هم د لېږد او زېرمه کولو د اغېزمنو لارو چارو په اړه خپل نظریات وړاندې کړل.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د بزګرانو اضافي غنم د اسلامي امارت لخوا پېرل او په سیلونو کې زېرمه کېږي.
د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې څه باندې ۳۸ زر او ۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم شتون لري. د کرنې وزارت په پام کې لري، چې دا غنم زېرمه کړي ترڅو په بازار کې د بیې د لوړېدو مخه ونیسي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي. تر دې دمه زرګونه متریک ټنه له دې غنمو څخه پېرل او زېرمه شوي دي.

نشستی به منظور بررسی چگونگی خریداری، انتقال و ذخیره‌سازی گندم مازاد دهاقین برگزار شد  
۱۵ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
نشستی به منظور بررسی  چگونگی روند خریداری، انتقال و ذخیره‌سازی گندم به ریاست ملاآغاجان آخند "حاجی سالم"، معین مالی و اداری وزارت زراعت برگزار شد. هدف این نشست، بحث درباره ذخیره‌سازی و انتقال گندم‌های خریداری شده در فصل برداشت از ولایات مختلف بود.
معین مالی و اداری در آغاز جلسه بر اهمیت مشاوره در خصوص این پروسه تأکید کرد و نظرات اعضای حاضر را ضروری دانست. نمایندگان وزارت‌های مختلف نیز نظریات خود را در زمینه روش‌های مؤثر برای انتقال و ذخیره‌سازی ارائه نمودند.
براساس فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، گندم‌های اضافی دهقانان توسط اسلامی امارت خریداری و در سیلوها ذخیره می‌شوند. در ۱۳ ولایت کشور حدود ۳۸ زار و ۸۰۰ متریک تن گندم اضافی موجود است. وزارت زراعت در نظر دارد دارد این گندم‌ها را ذخیره کند تا از افزایش قیمت‌ها در بازار جلوگیری کند و در زمان مناسب به بازار عرضه نماید. تا کنون، هزاران متریک تن از این گندم‌ها خریداری و ذخیره گردیده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS