دکرنې وزارت د ځنګلاتو رییس ننګرهار کې د نیالګیو روزنځايونو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Wed, Oct 30 2024 11:17 AM
دکرنې وزارت د ځنګلاتو رییس ننګرهار کې د نیالګیو روزنځايونو څخه لیدنه وکړه

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلاتو رییس مولوي میرویس ذاکري ننګرهار ولایت ته دسفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د ننګرهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر قاري کاهون عبدالرحمن او یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله د فارم جدید او غلام حیدر خان نیالګیو روزنځايونو بېلابېلې برخې ولیدلې.
د ننګرهار د کرنې ریاست دطبیعي سرچینو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل د ځنګلاتو رییس ته د نیالګیو روزنځایو په برخه کې معلومات وړاندې کړل.
نوموړې وویل په یادو فارمونو کې مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي روزل کېږي او د کرنې وزارت د کړنلارو مطابق په ننګرهار کې ادارو او ولسونو ته وېشل کېږي.
ښاغلي اتل خپلي ستونزې او غوښتنې شریکې کړې. 
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ځنګلاتو رییس مولوي میرویس ذاکري مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي ذاکري وویل، چې د ننګرهار نیالګیو امارتي روزنځایونو ستونزې او اړتیاوې په نښه او  دحل لپاره به یې د کرنې وزارت مشرتابه او نورو مسؤلو چارواکو سره شریکې کړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS