د کرنې وزیر: «په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، تولیدونکي او پلورونکي شئ»

mail-admin
Wed, Oct 30 2024 9:53 AM
د کرنې وزیر: «په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، تولیدونکي او پلورونکي شئ»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مرستیال او د مشرقيوال تولیدي فابریکې بنسټګر سلطان محمد صافی سره په کتنه کې وویل:«په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، واردونکي مه اووسئ، بلکه صادرونکی او تولیدونکی اووسئ.»
د کرنې وزیر ټینګار وکړ:«سوداګر او پانګهوال د هېواد د اقتصادي سکټور مجاهدين دي. ځمکنۍ خپلواکي د مجاهدینو په هڅو ترلاسه شوه خو اوس موږ اقتصادي خپلواکۍ ته اړتیا لرو.»
نوموړي په خپلو خبرو کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې پر ارزښت، د تولید پر زیاتوالي، د کارموندنې په رامنځته کولو او د ټیټ کیفیت لرونکو موادو د واردولو پر مخنیوي ټینګار وکړ.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال او د مشرقيوال د دانې د تولیدي فابریکې بنسټګر سلطان محمد صافي وویل: «د هر افغان عزت په خپل هېواد کې دی او دا د هر افغان دنده ده، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. موږ د دانې د تولید یوه فابریکه جوړه کړې او اوس هوډ لرو، چې د حیواني درملو د تولید فابریکه هم جوړه کړو.»
صافي زياته کړه: «په هېواد کې پانګونه نه يوازې دا چې موږ ته ښه عايد راوړي، ترڅنګ یې خلکو او دولت لپاره هم ګټور دي او د هر افغان پت او عزت په همدې کې نغښتى دى.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري په پام کې لري، چې د سوداګرو او خصوصي سکتور په هڅولو او ملاتړ سره د لویې پانګونې زمینه برابره کړي.

وزیر زراعت: «در کشور خود سرمایه‌گذاری کنید، تولیدکننده و فروشنده باشید»
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در دیدار با سلطان محمد صافی، معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری و موسس فابریکه تولیدی مشرقی وال، گفت: «در کشور خود سرمایه‌گذاری کنید، واردکننده نباشید، بلکه صادرکننده و تولیدکننده باشید.»
وزیر زراعت تاکید کرد: «تاجران و سرمایه‌گذاران مجاهدین بخش اقتصادی کشور هستند. استقلالیت ارضی با تلاش مجاهدین به دست آمده و اکنون نیاز به استقلالیت اقتصادی داریم.»
وی در سخنانش بر اهمیت سرمایه‌گذاری در بخش‌های مختلف، افزایش تولیدات، ایجاد اشتغال و جلوگیری از واردات مواد بی‌کیفیت تأکید کرد.
سلطان محمد صافی، معاون اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری و موسس فابریکه تولید دانه مشرقی وال، اظهار داشت: «عزت هر افغان در کشور خودش است و وظیفه هر افغان است که در کشور خود سرمایه‌گذاری کند. ما فابریکه تولید دانه را ساخته‌ایم و حالا قصد داریم فابریکه تولید داروهای حیوانات را بسازیم.»
صافی افزود: «سرمایه‌گذاری در کشور نه تنها برای ما درآمد خوبی به همراه دارد بلکه برای مردم و دولت نیز مفید است و عزت هر افغان در همین نهفته است.»
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد تا با تشویق و حمایت تاجران و سکتور خصوصی، زمینه سرمایه‌گذاری‌های بزرگ را ایجاد نماید.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS