خوست کې د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې لپاره د منګلو قومونو سره سلا مشورې ترسره شوې

mail-admin
Mon, Oct 28 2024 10:22 AM
خوست کې د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې لپاره د منګلو قومونو سره سلا مشورې ترسره شوې

۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي شېر محمد ذبیح په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې کمیټې د ځنګلونو ساتنې لپاره د قومي شوراګانو جوړولو په موخه د قلندر او موسی خېلو ولسوالیو قومي مشرانو سره سلا مشورې ترسره کړې. په دې کمیټه کې د خوست ولایت قوماندانۍ امنیت آمر، علماؤ شورا، او د خوست پلي لیوا استازي شامل وو.
یادې کمیټې د ولسوالیو محترمو ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، استخباراتو مسؤلینو او سیمه‌ییزو قومي مشرانو سره په ګډه د ځنګلونو ساتنې او بیا رغونې په موخه د قومي شوراګانو د جوړولو لپاره سلا مشورې وکړې. همداراز، ټاکل شوې ده چې یاده کمیټه به په راتلونکي کې د ځنګل لرونکو ولسوالیو قومي شوراګانو څخه راپورونه راټول او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره یې شریک کړي.
دا اقدام وروسته له هغې ترسره شو چې تېره اوونۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري خوست ولایت ته په سفر کې د ولایت مقام څخه د ځنګلونو ساتنې لپاره د قومي شوراګانو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د قومي مشرانو سره یې اړینې مشورې شریکې کړې. قومي مشرانو یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د منګلو قومونه چمتو دي د ملي شتمنیو ساتنه وکړي، که څه هم یادې ولسوالۍ د مرکز څخه په لرې او غرنیزو سیمو کې پرتې دي او ګڼې ستونزې لري. قومي مشرانو له کمیټې څخه د بدیل معیشت پروژو غوښتنه هم وکړه ترڅو د سیمې اوسېدونکو ته د اقتصادي ملاتړ لاره هواره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS