د کندهار بولدک کې ۵۰ کیلوګرامه بې کیفیته غوښه ونیول شوه

mail-admin
Sun, Oct 27 2024 10:36 AM
د کندهار بولدک کې ۵۰ کیلوګرامه بې کیفیته غوښه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د بولدک ولسوالی کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي ځواکونو په همکارۍ، ۵۰ کیلوګرامه بې کیفیته او بې هویته غوښه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې ونیوله.
د سپین بولدک ولسوالی کرنې او مالدارۍ مسؤلین وایي، چې یو شمېر کسانو غوښتل دغه بې کیفیته غوښه د سپین بولدک له لارې کندهار ښار او نورو ولایتونو ته ولیږدوي. دوی پلان درلود چې دغه غوښه پر یو شمېر خوراکي پلورنځیو، قصابیو او هوټلونو وپلوري. خو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي ځواکونو په همکارۍ د دې قاچاق مخه ونیول شوه.
د مالدارۍ آمریت له خوراکي پلورنځیو، هوټل لرونکو او ښاریانو څخه غوښتنه کوي، چې تل تازه غوښه له ډاډمنو پلورنځیو څخه وپيري او له چمتو شوې کوفتې او نامعلومه غوښو پېرولو څخه ډډه وکړي. 
د کندهار مالدارۍ آمریت د پاکستان سره په فرضي کرښې د امنیتي مسؤلینو څخه غواړي، چې د بې کیفیته غوښو د قاچاق په مخنیوي کې جدي اقدام وکړي او عاملین د قانون منګولو ته وسپاري. 
په دې وروستیو کې د مالدارۍ آمریت او امنیتي مسؤلینو د بې کیفیته غوښو د قاچاق په مخنیوي کې زیاته پاملرنه کړې. شاوخوا درې اونۍ وړاندې یې هم ۶۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته غوښه نیولې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS